دنیشاپور دښاره نژدې دوه فرلانګه لرې په یوه کوهستانې سیمه کې دننه تر لرې لرې پورې پراته د چوني تنورونو سرونه را پورته کړي و. په دوې کې د یو څو څخه دود خوت خو څو نور خاموشه وو ،خو په دوې کې هم تیږې ایښوول کیدې ، د یوې ډیرې پخوانۍ زمانې د تنور تر څنګ یو زوړ سړې په تیږه ناست و او په ډیر غور او دقت سره یی دې تنور ته کتل . دا د حسن پلار خلدون و. دهغه ږیره او دسر ویښتان سپین شوي وو. دهغه ښې لورې ته دغره په لمن کې دوو ځوانانو کدالونه را خیستې و او د چونې له پاره یی سترې سترې ګټې را پورته کولې او دغره نه به یی لاندې را رغړولې ، لاندې ولاړو دوه نورو ځوانانو به دا تیږې را اخستې او بټۍ ته به یی راوړې ، کله به هم چې دغو دواړو ځوانانو کومه تیږه دپورته نه ښکته لورې ته را ورغړوله نو په لوړ اواز به یی د خبردار غږ کاوه ، دهغوې دغږ سره سم به د تیږو پورته کونکي دواړه ځوانان متوجه کیدل او ځانونه به یی خوندي کول .
دغره نه د تیږو را رغړوونکو دواړو ځوانانو یو ځل د تیږې د را رغړولو په وخت کې په پوره زور سره دخبردار غږ وکړ ، ځکه چې دا ځل هغوې یو ډیر ستر ګټ را رغړاوه ، په تیږه ناست خلدون دخپله ځایه پورته شو، کله چې دغه دروند ګټ لاندې را ورغښت او تم شو نو یو ځوان یی د پورته کولو له پاره ور نژدې شو ، دا د حسن مشر ورور او د خلدون تکړه ځواکمن زوې حارث و . حارث د ډیر ښه قد و خال خاوند او ځواکمن انسان و ، ورښکته شو او غوښتل یی تیږه را پورته کړ ي ، خو ناهیلې شو ، ځکه ګټ یی له ځایه پورته نه شو کړاې . ګټ ډیر ستر او دروند و .خلدون د حارث په لور وکتل او ورته یی په ډیره شفقت سره وویل :
« زویه ! په پلک یی دوه ځآیه کړه ، بیا به یی په اسانۍ سره یو وړاې شې »
حارث د پلک د را خستو او ددې ګټ ددوه ځآیه کولو په ځآې په خپل څنګ کې ولاړ د بل ځوان په لور وکتل ، کیدې شې چې هغه به اشاره کوله چې را ځه چې دغه درنده تیږه دواړه یو ځاې پورته کړو. هغه بل ځوان چې دحارث څخه لږ څه لوړ او د قوي غړو خاوند و ، دحارث په لور وکتل او په خندا شو ، هغه د ټاټ زوړ او رژیدلي لباس اغوستې و اوهغه حماد بن خلدون و. دحسن تر ټولو مشر ورور او د خلدون ستر زوې . دهغه سترګې د اور د سکروټو په څیر تیزې او د لمبو ډکې وې ، ویښتان یی تور او سترګې یی غټې او شریانونه یی د ویني څخه ډک و.
مټې یی د ونو د مضبوطو تنو په څیر وې او خپره او تانده سینه یی د تیږلوړې غره په څیر پراخه وه . څهره یی د راختونکې لمر په څیر ښایسته او سره بښنه وه . لاسونه یی د څیرونکو ځناورو په څیر مضبوط او ګوتې یی د ونو د کلکو جرړو په څیر سختې وې . په لاسو کې یی د اوسپنې یوه ستره او درنده امصا وه چې کیدې شي د تیږو دماتولو له پاره به یی ترې کار اخست .
کله چې حارث دغه دروند کاڼې پورته نه کړاې شو ، او د ډیرې بې وسۍ په حال کې یی دحماد په لور وکتل نو د حماد په مخ بې شمیر ه جذبې او احساسات خپاره شول ، مخ یی لکه د ویني په څیر را روښانه شو ، په لاس کې نیولی اوسپنیزه درنده امصا یی و غورځوله ، په دې وخت کې یی په جسم کې د برق په څیر تیز والې راپیدا شو ، د خوله اچونکې شغلې په څیر مخته ورغې ، ورښکته شو او هغه درنده تیږه یی په خپلو دواړو لاسو کې و نیوله ، بیا پښې کلکې کړې او د تیږې د پورته کولو هڅه یی پیل کړ ه، په دې وخت کې یی په خپل پوره ځواک سره غږ کړ چې : « الله ». د غږ سره سم یی دخپل یوه ټکان سره هغه تیږه را پورته کړه او اوږې ته یی ورسوله ، د زوړ خلدون په مخ د خوشحالۍ څپې تلې راتلې ، په منډه ورغې او د حماد په خوله یی چوف وکړ ، تر څو د نظره نه شي . حماد دا تیږه را پورته کړه او د تنور په لور یی یوړه ، خلدون او حارث دواړو هغه په ستایونکو سترګو کوت.
حماد او حارث دواړو ورونو تیږې پورته کولې او د چوني تنورونو ته ور رسولې ، خو پلار یی په یوې تیږه ناست او دخپلو دواړو زامنو دغه دروند کار ته یی په شفقت او محبت سره کتل . تر غرمې پورې هغوې دواړه هغه تنورونه ډک کړل او خپل کار یی پاې ته ورساوه ، دواړه ورونه دخپل پلار خواته راغلل ، دپلار کالي یی هم شلیدلې او رژیدلی و. زوړ خلدون راپورته شو او د خپلې اوږې دستمال یی را واخست او دخپلو دواړو زامنو دکالیو څخه یی د ګرد په څنډولو یی پیل وکړ . بیا دوې هر یو هلته پراته خپل خپل پوستینونه را واخستل او وایی غوستل . دحارث پوستین د اوښ د پوستکي څخه جوړ شوې و ، خو د حماد پوستین هم د ټاټ څخه جوړ و. هغه د ټاټ په دواړو اړخونو کې وړۍ ایښودې وې او ورته یی دپوستین بڼه ورکړې وه . حماد خپله د اوسپنې امصا راواخسته او دواړه دخپل پلار سره یو ځآې دکور په لور روان شول . د هغوې سره یو ځآې هغه دواړه ځوانان چې د غره څخه یی دکدالونو په مرسته تیږي را ویستلې او لاندې یی را رغړولې هم خپلو کورنو ته ولاړل .
درې واړه پلار او زامن خپل کلي سمر اباد ته راغلل . دا کلې د نیشاپور څخه جنوب لورې ته څلور فرلانګه لرې په یوې ښایسته کوهستانې سیمه کې پروت و. ددې د اوسیدونکو کورونه د غره په تیږو کې اویا هم د غره په لمن کې خواره واره پراته و. هغوې درې واړه دغره په لوړه یو کوچنې ښایسته کور ته ورننوتل ، هلته یوې ښځې ډوډۍ پخوله . دا د خلدون ښځه او د حماد او حارث مور زبیب وه . ددوې کورته د ورننوتلو سره سم زبیب د یوه لرګې په مرسته دخپله ځایه راپورته شوه مخته ورغله او دحماد او حارث مخونه یی ښکل کړل . دهغه یوه پښه بیکاره وه ، ګوډه ګوډه تله ، درې واړه یی په خپله کوټه کې کینول اوبیا یی ورته غذا ور وړه .
دخوراک څښاک وروسته دوې ټولو د لږې شیبي لپاره ارام وکړ . بیا راپورته شول ، د ماسپښین د لمانځه وخت شوې و، حارث او پلار یی خلدون دواړو هملته په کور کې د لمانځه له پاره ځانونه تیار کړل او هملته یی لمونځونه ادأ کړل ، حماد دخپلې مور خواته راغې ، مور یی همله په انګړ کې منتظره ناسته وه . هغه د خپلې مور زبیب خواته راغې او هملته ورسره په زمکه کیناست . زبیب خپل لاسونه دهغه په څټ کې را واچول اودهغه په ملا باندی سپره شوه، حماد دهغه امصا هم له ځانه سره واخسته ، بیا دکوره ووتل او دغره لاندې برخې ته روان شول اود غره په لمن کې دبیېدونکي چیني خواته ورغلل .
دواړه مور او زوې لاندې راغلل ، دواړو اودسونه وکړل، بیا حماد یوه تیږه راپورته کړه ، اودخپلې مور پښې یی پرې و مښودې اوپاکې یی کړې ، بیا دواړه مور او زوې راپورته شول او د چیني تر څنګ په بې دیوالو اودروازو جومات کې یی دماسپښین لمونځونه ادا کړل .
خلدون او حارث هم خپل لمونځونه ادأ کړل او بیرون را ووتل او دخپل کور چار چاپير شنو غنمو او اوربشو کې د ګوډاې کار پیل کړ. دهغوې دکور څلورو خواو کې ان د غره تر لمنې پورې په تدریجې نشیب او ناستې سره نژدې لس ستر کرنځایونه وه چې دهمدوې خپل ملکیت و . په دې کرنځایو کې غنم ، جیوار ، اوربشې ، وریجې او …. کرل کیدل . ددې کرنځایو په غاړو میوه لرونکي بوټي ، دګلاب ګلونه ، او نور ډول ډول بوټي او وني ولاړ وو ، د نري باد په لګیدو سره به ددوې څخه ډیر خوږ غږ را پورته کیده . دا وني او بوټي هم ددوې خپل ملکیت و. په میوه لرونکو ونو کې یی ګڼي د مڼو ، انځرو ، بادامو ، الوچو ، زیتون او لوکاټو شاملې وې .
نور په څلورمه برخه کي