د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني مشر داکتر فاروق أعظم د افغانستان د حکومت او د طالبانو د اسلامی تحریک له مشرانو څخه په ټینګه غواړي چی د روژی د مبارکی میاشتی د تقدس په خاظر دواړي خواوي په هلمند کی فوري اوربند اعلان کړي او د جکړو څخه بیځایه سوي بیچاره خلک پریږدی چی خپلو کورونو ته ولاړ سي څو نور زیات په دغه سخته ګرمي او د روژې په اوږدو ورځو کی د جنګ په لمبو کی ونه سوځي.
د جهادي شخصيت ډاکټر فاروق اعظم دا غوښتنه د يوې اعلاميې په ترڅ کي د افغانستان د سوله ايز بدلون د ټولني لخوا خپرې سويدي.
نوموړي د جګړې پر دواړو خواوو ږغ کړئ چي د خدای (ج) په لحاظ ددغه سیمي پر سیاه سرو، بوډاګانو، ماشومانو او عام ولس د دغه مبارکی میاشتي په سبب د اوربند په اعلان سره ترحم وکړی.
په هلمند کي د تېرو څو ورځو راهيسي د طالبانو او دولتي قواوو تر منځ درنه جګړه روانه ده چي له امله يې زيات شمېر ولسي وګړي د خپلو کورونو ، کښتونو او ژوند نورو چارو پرېښودو ته اړ سويدي.
په دغه جګړه کي دواړو خواوو ته د درنو تلفاتو تر څنګ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.