د نړې په هر ګوډ کې چې زده کړې وکړې نو په کامیابې سره پاې ته رسیدلو سره سم د زده کړو د فراغت اسنادو مستحق ګڼل کیږې، چې د مربوطه تعلیمې مؤسسې څخه ئې د فراغت په ورځ تر لاسه کولائې شې.
په افغانستان کې بیا دا دود بل ډول دي. د دولسم ټولګې د خلاصیدلو وروسته د مربوطه ولایت د تعلیم او تربیې ریاست او لیسه د تش يوه تصدیق ورکولو صلاحیت لرې، چې د لوړو زده کړو د سرته رسولو سره د پوهنتون د فراغت اسنادو لاس ته راوړلو لپاره د دولسم ټولګې د فراغت تصدیق نه منل کیږې او باید چې د دولسم ټولګې د فراغت شهادتنامه ولرې.
د دولسم ټولګې د فراغت شهادتنامه په ټول افغانستان کې يواځې او یواځې د تعلیم اوتربیې د وزارت څخه په کابل کې د ځانګړو مراحلو د تیرولو وروسته تر لاسه کیږې.
په ښکاره ډول په دولتې ادارو کې د هرې مرحلې د تېرولو لپاره مڼډو او وخت ته اړتیأ ده، چې لرې پرتو ولایاتو نه ټول د دولسم ټولګې زده کونکې باید لږ تر لږه یوه اونۍ سرګردانه په مختلفو شعبو وګرځې تر څو دا مراحل ترسره او شهادتنامه تر لاسه کړې.
که د دي ډول مراحلو موخه د رشوت خورې زمینې برابرول نه وې، نو ولې دولت په خپلو ریاستونو چې هر ولایت کې شتون لرې اعتبار نه کوې، او ورته د شهادتنامې د ورکولو صلاحیت نه ورکوې؟
د ادارو ړوڼ والې په یوه دولت کې هلته منځ ته راځې کله چې د داسې بې ځایه مراحلو مخنیوې وشې. او د حساسو پړاونو څار د یوه با اعتبار کس یا یوه کمیسیون په لاس کې وې، تر څو د تقلب مخنیوې وشې، چې د دي سره به هم د بې وزله ملت سرګردانې نه مخنیوې وشې او هم به رشوت خوره مامورینو ته د رشوت زمینه مساعده نشې. همداشان به په ادارو کې ړوڼتیأ را منځ ته شې.
اوسمهال د افغانستان د مالوماتې ټکنالوجې وزرات هم دومره وسۀ او توان خپل کړې چې د دا شان اسنادونو د ویش لړې د کمپیوټر په مټ پر مخ یوسې، چې دي کړنې سره به له یوې خوا نړیوالو سره د سیالې وړ شو، او له بله اړخه به په دولتې ادارو کې اصلاحات رامنځ ته شې.
په همدي ډول د لوړو زده کړو وزارت کې چې د کوم ځوان د اسنادو ارزیابې ته اړتیأ پیدا شي نو د وزارت ټولو دفاترو د لیدلو وروسته به ایله د لوړو زده کړو وزارت نه د بهرنیو چارو وزارت ته د تائېدي لیک تر لاسه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د تائېدیلو وروسته بیرته د لوړو زده کړو وزارت ته د نهائې مرحلې لپاره استول کیږې. په څرګند ډول د دې مراحلو تېرول پرته د مامورینو د شیرنې نه، نه تر سره کیږې.
په ورته ډول د پاسپورټ، تذکرې، نکاح نامې او ځنې نورو اسنادو اخیستلو لپاره باید تل زړه لوې، جیب ډک، سترګې سپینې او وخت ډیر ولرې، که وس ئې نلرې نو بیا د کلیوالو په ژبه؛ په لاس کې به ئې وانخلې، که مستحق ئې هم اوسې!