هالنډاو يو شمېر نورغربي هیوادونه بوخت دي چي په افغانستان کي یوه نوی ماموریت ته ځان چمتوکړی. دا خبر د هالنډ یوه معتبره اخبار(د فولکس کرانت) د ناټود منابعو په تاَید خپورکړ.
د خبرله مخي دا تصمیم هغه وخت ونیول سو کله چي په عراق کي اسلامي بنسټپالو په لنډه موده کي د عراق حکومت بحرانی کړ.
دا ماموریت چي هدف یې د افغانستان د پوځ روزنه ده د (۱۲۵۰۰) سرتیروسره چي ( ۹۵۰۰) یی امریکایي، د سلو په حدودو کی هالنډي اومتباقي سرتیري به یې د ناټو نور غړي هیوادونه تشکیلوي په کال (۲۰۱۵ م ) به په افغانستان کی په کار پیل وکړی.
د دې ماموریت په هکله د ناټو په مرکزبرکسلز کی بحث دوام لري . اټکل کیږی چي د روان اوړي په وروستیوکي هغه د بهرنیو چارو وزیران چي ملکونه
یی د ناټوغړیتوب لري د دې ماموریت په هکله وروستۍ پریکړه وکړي.