کور / هراړخیز / دنورو سیارو موجودات

دنورو سیارو موجودات

لومړی برخه

نور(۳۰۰۰۰۰ ) کیلومتره په یو ه ثانیه کې سرعت لري، یاني د لمره وړانګې له لمره تر مځکې ( 299 792 458) متر فی ثانیه ) سرعت حرکت کوي، چې دا په یوه دقیقه کې( ۱۸) میلیون کیلومترکیږي ،په یو ساعت کې دنور سرعت یو میلیارد او اتیا میلیون کیلومتر کیږي ،په یوه ورځ کې (۲۵) میلیارد(۹۲۰)میلیون کیلومتر کیږي دا عدد په (۳۶۵) کې ضرب کړئ هغه بیا یو نوري کال کیږي .
دایوه سیاره چې ګمان کیږي ژوند په کښې سته (12.91 میلیارد) نوري کاله له مځکې لیري ده؛ نوکه هغه ته دنور په سرعت تګ وکړو، (۱۳) میلیارده کاله غواړي ،چې هغه ته ورسیږو ،اوس د کیهان دپراخ والي په هکله سوچ وکړئ، چې څومره دی .
پوهان وایې داچې موږ یوازیني موجودات اوسو امکان یو پر سل میلیون دی .
د هر کهکشان په شیري لارې کې له سل څخه تر څلور سوه میلیارد ستوري سته او وایي په کایناتو کې څلور سوه میلیاردکهکشانونه سته.
د (کپلر ۶۹ سی) د سیارې په کشف سره، چې مځکې ته ورته سیاره ده هغه هم لکه مځکه له لمر څخه همدومره واټن لیرې ده ؛ نو تودوخه یې شاید؛ لکه د مځکې وي . پوهان یې دژوندي موجوداتو امکان نه ردوي .
ستوري لکه لمر دتودو ګازاتو ډک دي او دننه ډیر فشار لري ،انرژي آزاد وي او روښانه وي .
سیارې روښنایي نه لري .
د مځکې په سیارې کې کله کله دفضایي موجواتو نښې لیدل کیږي . آیا دا تمدنونه د مځکې دخلکو پاته سوي دي یا له فضا څخه نورو موجودات مځکې ته راغلي دي او خپل تمدنونه یې دلته پرې ایښي دي؟
شاید زر ونه کاله مخکې ځینو سیارو پوه موجوداتو زموږ له سیارې څخه لیدنه کړې وي،دا چې هغو تمدن لره شاید زموږ پر خلکو یې اغیز کړي وي او د هغو لمانځل یې پیل کړي وي .
سوئیسي« اریک فون دنیکن» ( ۱۹۶۸ م) د« راتلونکي خاطرات» په کتاب کې لیکي : له مځکې ډیرو فضایي پرمخ تللو موجوداتو لیدنه کړې ده، ان یو وار نه څو واري راغلي دي، زموږ ارثي عوامل يې تغیر کړي دي ، زموږ نبوغ ته یې وده وکړې ده ، ان د مصر په اهرامو او نورو ودانیو کې یې د مځکې له خلکو سره مرستې کړي دي .
په دې ودانیو اواهراموکې عجب انځورونه لیدل کیږي، چې فضایي موجودات ښیي، ان د یو شهزاد په قبر یوه فضایي سفینه د الوتلو په حال کې انځور سوې ده همداسی دنازکا په سارا کې چې په پیرو کې ده دپردي موجود اتونخښې لیدل کیږي.
که په غور شاوخوا وګورو موږ یوازې په مځکه نه یو، میلیونونه نور موجودات پر مځکه ژوند کوي، دا ټوله پر یو ې کوچنی سیاري ژوند کوي ؛نوآیا میلیاردونه دا غټې سیارې به تشي وي؟
«استفن هاوکینگ »دنجومي فزیک پوه په( ۲۰۱۰ م)کې اعلان وکړ ،چې هرومرو په فضا کې نور موجوات وجود لري خو اړیکې ورسره خطرناکي دي.
«وارنر فون براون»چې دامریکا په فضایي سازمان کې کار کوي او فضایي سفرونو ته یې لاره پرانیستلې ده او راکت جوړولو علم ته یې وده ورکړې ده ،دهغه موخه فضا ته دانسان استول وه، هغه باور لره، چې انسانان پخوا فضا ته تلي دي موږ هم باید ولاړسو هلته باید کیهاني تمدن تر لاسه کړو.
«نیکلای تسلا» هغه سړی چې بریالی سو سفینه فضا ته واستوي وایي: په “رایت پترسون” هډه کې د فضايي سفینې پاته شونې ،چې د «نیومکزیک » په “رازول”کې لویدلې وه شتون لري .

تر( ۲۰۲۵) پورې به تر ټولو غټ اروپایي تلسکوپ چې لس زره فت به لوړ د( ارمازون) د غره پرسر جوړ سي، سیارې به روښانه وښیي؛نو د فضایي موجوداتو پلټل به آسانه کړي .

European Extremely Large Telescope (E-ELT)

واقعیت دا د، چې زموږ تکنالوژي وده نه ده کړې ،زموږ اخیري سرعت د نور دی ، چې دا په فضا کې ارزښت نه لري .

نور بيا