لکه ته يو خوږ ارمان رانه چاپير دى
د زړګي کور مې دشاتو اور کې ګير دى
يار له خپل ښايسته څو چنده لوړ ګرځي
زورور سيند دى د غرو په سرو تير دى
د بارخو جام يې عجب خانه خراب کړم
تصور د ازاد ژوند راځينې هير دى
دا چې ښکلي يې نه خوري ګونا يې خپله
زما زړه خو د اومو شيدو پنير دى
پر شډل جلان د ښار ښکلا ميينه
د غره کاڼي سره زيړ ګلاب کوشير دى