کور / تازه خبرونه / حامدکرزی: له وزیرستان څخه د راغليو كورنيو لاس نیوی زموږ د ټولو دنده ده

حامدکرزی: له وزیرستان څخه د راغليو كورنيو لاس نیوی زموږ د ټولو دنده ده

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په خپله نوبتي راډیویي وینا کې وویل چې د هېواد ټولو اړوندو دولتي موسسو ته جدي هدایت شوی دی چې له وزیرستان څخه راغلو کورنیو ته د روغتیایي خدمتونو او نورو مرستو د رسولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

جمهوررئیس کرزي وویل کله چې په سیمه کې د ځینو امنیتي ستونزو له امله دا کورنۍ د خوست ولایت ته را واوښتې، د خوست خلکو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیوکې له دغو راغلو کورنیو سره د ستاینې وړ مرستې وکړې، په خپلو کورنوکې یې ځای ورکړ او د دوی یې ښه میلمه پالنه وکړه. زه د خوستیانو هېوادوالو له دې بشر پالنې مننه کوم، هیله ده چې د پکتیا او پکتیکا خلک هم دغو مجبورو کډو او کورنیو ته په خپلو سیمو او کورونوکې په عزت ځای ورکړي او میلمه پالنه یې وکړي.

حامدکرزي په دغه راډیویي وینا کې له ټولو خیریه موسسو څخه وغوښتل چې د راغلو کورنیو ماشومانو او نورو غړو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو مرستو د رسولو لپاره خپل سیار ټیمونه سیمې ته ولیږي ترڅو د دغو کډوالو د کورنۍ غړي او ماشومان له روغتیایي ستونزو سره مخامخ نه شي.

همدا راز د هېواد جمهوررئیس په ټولو هېوادوالو، په تېره په شتمنو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې له دغو راغلو کډو اوکورنیو سره د لاس نیوي لپاره په خپلو سیموکې مرستې راټولې کړي او دغو بې وسو کورنیو ته یې و رسوي.

حامدکرزي وویل چې په جلال آباد کې د دغو را اوښتو کورنیو لپاره د مرستو ټولولو کار پیل شوی دی، همدغسې باید په نورو سیموکې هم د مرستو ټولولو کار پیل شي. څو دا کورنۍ تر هغې چې بیرته خپلو کورونو ته په خیر او عزت ستنیږي، دلته له ستونزو سره مخ نه شي.