جمهوري رياست ته کانديد عبدالله عبدالله تر هغه وروسته د نيوکي كولو اصولي او اخلاقي سرحد مات کړ چي د دوهم پړاو ټاکنو په لومړنيو شمېرنو کي بايلونکی وبلل سو.
نوموړي په يوه خبري کنفرانس کي د خپل سيال کانديد ډاکټر محمد اشرف غني پلويان پسونه وبلل، نوموړي وويل هغه “او کسائيکه ګوسفند برايشان رايه داده ، تعداد ګوسفندهای ان ولايت هم برايشان نميرسد” هغه کسان چي پسونو رايه ورکړېده د هغو ولايتونو د پسونه هم دغه تعداد ته نه رسېږي.
د نوموړي دغه بې مسوليته څرګندونو دده په خپله ډله کي دده د لږ شمېر پښتنو ملاتړو او ډاکټر محمد اشرف غني ته مليونونو رايه ورکوونکو ته سپکاوئ بلل سويدی.
د فېسبوک ټولنيزي رسنۍ پر پاڼو هم افغانانو غبرګون ښوولئ او د نوموړي دغه او دې ورته څرګندوني يې د عبدالله عبدالله او دده د ملاتړو د اصلي کرکټر څرګندوی بللي دي دي.
د اجتماعي چارو څارونکو د نوموړي دغه وينا د ټولنيزو او سياسي اخلاقو ضد بللې او غندلې ده.
ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله تر اوسه ددغو غبرګونونو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه