طالبان وايي نن له غرمې مخکې دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د امنيې قومندانۍ په دننه کې د نقيب الله په نوم يوه نفوذي طالب چې د پولیسو په لیکوکې يې ځای نیول و پر امریکايي عسکرو برید وکړ چې په نتيجه کې يې دوه تنه امریکايي عسکر ووژل شول طالبان وايي چي بريد کوونکی هم په متقابلو کي وژل سوی دی.
بله خوا د پکتيا والي وياند روح الله سمون لراوبر ته وويل چي د پېښي په اړه پلټني پيل سويدي خو نوموړی وايي دا لا معلومه نه چي اول بريد پوليس كه امريكايانو کړی دی ښاغلی سمون د يوه پوليس وژل کېدل او دوو بهرنيانو زخمي کېدل تائيد کړل.