خوست والي عبدالجبارنعيمي دملي امنيت دشورا په غونډه کې دغه ولايت ته له راغليو کډوالو سره دعاجلو بشري مرستو غوښتنه وکړه ، دملي امنيت د شورا غونډه چې تيره ورځ په ارګ کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه ، په هېواد کې دنورو ملي امنيتي موضوعاتو ترڅنګ يې خوست ولايت ته د راغليو کډوالو دغوښتنو ،ستونزو او اړتياو په تړاو هر اړخيزه خبرې وکړې.
د کډوالو چارو دوزارت وزير جماهير انوري خوست ته دخپل کاري سفر بشپړ ګزارش غونډې ته وړاندې کړ،نوموړي وويل چې تر دې مهاله له راغليو کډوالو سره دملګرو ملتونو د مرستندويه ټولنو او محلي ادارې له لوري مرستې شوې ،دکډوالو چارو وزير وويل چې راغلي کډوال نورو مرستو ته هم اړتيا لري.
خوست والي عبدالجبارنعيمي د ملي امنيت د شورا غونډې ته د راغليو کډوالو د اساسي اړتياوو ،غوښتنو او شميرې په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل ،نوموړې وويل تر دې مهاله په زرګونو کورنۍ خوست ولايت ته را کډه شوې چې د محلي ادارې ،دملګرو ملتونو دمرستندويه بنسټونو او عامو خلکو له لوري ور سره دمرستو لړۍ روانه ده.
خوست والي دملي امنيت د شورا په غونډه کې دخوست د ولسونو دهغه مرستو او همکاريو يادونه هم وکړه چې له راغليو کډوالو سره يې هره ورځ کوي ، نوموړي وويل چې دخوست خلکو راغليو کډوالو ته په خپلو کورونو کې ځاى ورکړى او خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړې ده.
عبدالجبارنعيمي زياتوله چې د کډوالو شميره ورځ تربلې زياتيږي اړتيا ده چې مرکزي وزارتونه او مرستندويه ټولنې په عاجله توګه خپلې بشري مرستې زياتې کړې او راغليو کډوالو سره دخوراکي ،غيرې خوراکي ،دوا درملو او دڅښلو دپاکو اوبو درسونې په برخه کې اساسي اقدامات وکړي.
همدا شان عبدالجبارنعيمي خوست ولايت ته راغليو او را روانو کډوالو دامنيت او په سرحدونو کې دکلکې څارنې په تړاو هم دملي امنيت شورا غونډې ته ډاډ ورکړ ،په دې تړاو يې وويل چې دخوست ټولو ،ملکي امنيتي ،سرحدي او کشفي ارګانونو ته هدايت شوى چې سرحدونه په ټينګه وڅاري ،کډوال په ښه توګه ثبت او راجستر کړي ترڅو داسې څوک هېواد ته داخل نه شي چې سولې ،امن اوثبات ته ګواښ پېښ کړي.
دغونډې په وروستيو کې دملي امنيت شورا د رهبري له لوري ديوې فيصلې په اساس ټولو اړونده ادارو ته لارښوونه وشوه چې داسلامي وجيبې او ورورولۍ له مخې د راغليو کډوالو سره دعاجلو مرستو او همکاريو په پراختيا کې خپل تلاشونه زيات کړي او هم نړيوال مرستندويه بنسټونه وهڅوي ترڅو ژر ترژره سيمې ته بشري مرستې ورسوي.
د يادونې وړ ده چې خوست والي يادې غونډې ته دخوست ولايت دامنيتي حالت ،دامنيتي ،نظامي ،کشفي او سرحدي ځواکونو داړتياوو ،اکمال او تجهيز په تړاو هم يو شمير اساسي غوښتنې وړاندې کړې.