کور / تازه خبرونه / خوست والي د م.م. دکډوالو چارو له مشر سره ليدنه وکړه

خوست والي د م.م. دکډوالو چارو له مشر سره ليدنه وکړه

خوست والي عبدالجبارنعيمي په پلازمينه کابل کې په افغانستان کې دملګرو
ملتونو د کډوالو دچارو د ادارې له مشر ښاغلي بوشاک سره خوست ولايت ته د
راغليو کډوالو لپاره دمرستو او همکاريو دجلب په خاطر ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې عبدالجبارنعيمي دملګرو ملتونو دکډوالو چارو د ادارې
دټولو هغه مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه چې تر دې مهاله يې له کډوالو
سره کړې او لاهم دوام لري ، نوموړي وويل خوست ته راغلي کډوال لازياتو
بشري مرستو ته اړتيا لري .
خوست والي وويل سره له دې چې دافغانانو اوپه ځانګړې توګه دخوست دخلکو له
لوري د راغليو کډوالو سره دهمدردۍ ،بشردوستۍ ،اسلامي وجيبې او ورورولۍ له
مخې دمرستو لړۍ روانه ده ، خو مرکزي وزارتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو
ته په کار ده چې له راغليو کډوالو سره دخوراکي ،غيرخوراکي موادو ،دپاکو
اوبو ،دوا درملو او نورو اړينو اړتيا وړ موادو په برابرولو کې اساسي
مرستې وکړي.
عبدالجبارنعيمي د دملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې له مشر سره په دغه
ليدنه کې داهم وويل چې د راغليو کډوالو اړتياوې او غوښتنې يې دملي امنيت
دشورا غونډې ته هم وړاندې کړېدي چې دهېواد جمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي
ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې سيمې ته بشري مرستې ورسوي.
نعيمي د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې له مشر څخه مننه وکړه چې په
خوست کې يې دخپل سيمه ييز دفتر د پرانيستو لپاره چمتوالى وښود ،همداشان
نوموړي له ټولو مرستندويه ټولنو وغوښتل چې سيمې ته دبشري مرستو په رسولو
کې اغيزمنه همکاري وکړي.
دملګرو ملتونو د ګډوالو چارو دادارې مشر بوشاک له خوست والي سره په دغه
ليدنه کې له راغليو کډوالو سره دلازياتو مرستو او همکاريو خبر ورکړ
،نوموړى وويل چې په همدې موخه په خوست کې خپل دفتر پرانيزي ترڅو له نږدي
د کډوالو چارې تنظيم او غوښتنوته يې رسيدګي وکړي.
بوشاک داهم وويل چې دخوست د ادارې په هڅو سره به په راتلونکو څو ورځو کې
په پلازمينه کابل کې دملګرو ملتونو دټولو نمايندګيو په ګډون دمرستو
اوهمکاريو دجلب او همغږۍ په خاطر ګډه غونډه جوړه کړې ترڅو اړتيا وړ مرستې
جلب او کډوالو ته يې په خپل وخت ورسوي.
ديادونې وړ ده چې دملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې مشر دوې ورځې
وړاندې دخوست ولايت څخه ليدنه ترسره او د راغليو کډوالو له حالت او
غوښتنو يې ځان خبر کړ.