کور / هراړخیز / عبدالله غواړی پښتانه ټوپکیان سره وجنګوي

عبدالله غواړی پښتانه ټوپکیان سره وجنګوي

دتیرې چارشنبې په ورځ دکابل جلال آباد او تورخم لاره د څه کم څلوروساعتونوشاوخواتړلې وه ، په ډیره سخته ګرمۍ کې هغه عاجل مریضان چې ددرملنې لپاره پاکستان ته تلل ، په موټر کې یې ساه ورکړه ، دجګړې له امله څو تنه ټپیان او یو تن هم په هلاکت ورسیدو (شهید نه شو ورته ویلی) ،ماشومانو چې دموټرسورلۍ وې ، انګولا جوړه کړې وه ، خوملاتره خیل او الله ګل مجاهد ( غل) لکه لیونی……پیان په خپل مینځ کې پرجګړه بوخت او یوبل ته یې غپل .
ډیر دخواشینۍ ځای دی چې بیا سوډرپښتون جګړه ماراو دبړه مار استعمالیږی .
عبدالله په دې ښه پوهیږی چې دده قومندانان او ټوپکیان په خپل مينځ کې یو دی او یوبل سره هیڅکله جګړه نه کوی ، راځه کم عقله پښتانه ټوپکیان سره یو بل کې واچوه ، اوبه خړې او کبان ونیسه .
هغه چې وایی (پښتنوپه یوه خبره اتفاق کړی او هغه دا چې [[ خپل مینځ کې به هیڅکله سره نه جوړیږو]] ) ډیره پر ځای خبره ده .