بالاخره دوهم پړا ټاکني هم ترسره سوې، د خدای شکر چي په افغانانو کي د ویښتیا پړاو ژوندی سوو. یو ځل بیا هم امنیتي ځواکونو ډاډه کړلو چي دوئ د خپل هیواد ساتنه د بهرنیو په نه موجودیت کي هم کولایسي!
د اول پړا په پرتله ژوندي خلک ډیر سوي ول، ټوله د یوې خوشحالۍ په روحیه د رايي مرکزونو ته روان ول، د دوئ په څهرو کي د خپل زعیم د ټاکلو احساسا چیغي وهلې، دوئ ثابته کړل چي افغانان هم د مځکي پر مخ د یوه ژوندي موجود په شان وجود لري او له خپل انساني حق څخه استفاده کولایسي.
زه د یوه ځوان په حیث د خپلو دریو وروڼو په مرسته وتوانېدم چي خپل پلارجان په دې راضي کړو، ترڅو رایه باید ورکړي، پلار ته مو په منطقي ډول قناعت ورکړ، هغه تر مخه د کورنۍ لس تنه غړي په پسې او خپله ازاده اراده مو تمثیل کړل، خو دریغه د هغوو کسانو په حال چي په داسي تاریخي پړاو کي بیا هم د وطن په درد ونه خوړل سول او خپله رایه یې استعمال نه کړل، افسوس د هغوو په حالت چي اوس هم رایه ورکول، ګناه بولي، سل افسوسه په هغوو چي اوس هم وايي، چي د افغانستان ولسمشر وختي لا ټاکل سوی!!! زه سخت مخالف یم چي د خپلواکو کمیسیونونو تر اعلان مخکي د یوه نوماند د رايي فیصدي اعلانیږي، دا په اصل کي د کمیسیونونو او د افغانستان قوانینو ته سپکاوی دی. زه تر هغوو انتظار یم چي د با اعتباره مرجع له لوري پایلي اعلان سي.
بله مهمه خبره د همګرايي د ټیم له خوا اخطارونه او د انتخاباتو نه منل دي! په اول پړاو کي هم همدا کمیسیون او همدا ملت وو، کله چي د همګرايي ټیم مخته وو نو هرڅه سم ول، اوس چي د اوازو له مخکي تحول ښه روان دی، نو همګرایان، اخطارونه او دټاکنو د نه منلو ډول ډنګوي! هغه چا ته چي، د امنیتي ځاکونو قرباني، د ملت راوتل، مالي مصارفات، د خلکو د ګوتو پرېکول، د حریت او ولسواکۍ تمثیل، له پردو ځان خلاصول… نور څه ارزښت نلري، نو خود به په ډیري بې مسولیتۍ سره وايي چي ټاکني نه منو! لکه چي په خوست کي د یو چا لور وفات سوې وه خو هغه ترمازیګره ځکه دوستان نه خبرو، چي بیا له رایي ورکولو راونه ګرځي، ایا د دې سړي میړانه زموږ په سیاسیونو او د ګدۍ په لیونو کي سته؟؟ جواب منفي دی!
هغه کسان چي خپل ژوند یوازي او یوازي د توپک تر سیوري لاندي ویني، هغوئ چي خپله د دیکتاتورۍ په زور ځان پرولس تپي، هغوئ چي یو فیصد هم پر ملي ارزښتونو باور نلري، هغوئ چي د ملت په احساساتو ملنډي وهي… نو خود به د سټېج پر سر په ډیري بې احتیاطۍ سره وايي، چي موږ دا ټاکني نه منو! دوئ د ولسواکۍ په مټ د شیشمحل او نیکټایۍ تښتنان سول خو اوس غواړي د همدې ولسواکۍ پر مخ خپل تور لاس تېر کاندي، مګر خبر ندي چي، اوس د دوئ هغه ۷۰ یم کلونه ندي، اوس خلک د توپکیانو د سرونو شپوږکي نه رانیسي، اوس ښاروالیاني په وچ-لنډ نه سره ویل کیږي، اوس د ارګ ګدۍ څوک په ځان پسي نسي سریښولای… ځکه دلته یو ویښ ملت او ژوندي انسانان راغورځېدلي. زه پوره ډاډه یم، چي د کرغېړنو څهرو ناوړه قومي، ژبني، سیمیز او مذهبي سیاست پرموږ نه چلیږي، زموږ لپاره هغه سړی د منلو دی، چي د ملت خادم وي نه د خلکو بادار! موږ داسي څوک غواړو چي پر ولسواکۍ او باور او د پرګنو رایو ته درنښت ولري، موږ نور د توپکي او جنایتکارانو په خښم کي ری نه وهوو. موږ د ولسواکۍ پر لور قدمونه اخلو، هغه کسان چي د دې ۷ میلیونه انسانانو رایو ته سپکاوی کوي، هغوئ په اصل کي د ملت له زوره ناخبره دي.