کور / هراړخیز / د پکتیا پر والي د برید په اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلامیه

د پکتیا پر والي د برید په اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلامیه

خبرپاڼه

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته، د پکتیا ولایت مسوولینو لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس، نن جمعه، د ورځې پر لسو بجو، د پکتیا ولایت والي ستر جنرال جمعه خان همدرد، د بلخ ولایت مرکز، مزار شریف په ښار کې له خپل کور څخه، کابل ته د راتلو پر مهال، د ښار په خروجي دروازه کې، د پولیسو په جامه کې، د یو شمېر وسلوالو کسانو له کمین سره مخ شوی دی.

د والي د ساتوونکو او وسلوالو کسانو ترمنځ د یو ساعته جګړې په ترڅ کې، د والي دوه تنه ساتوونکي په شهادت رسیدلی او درې تنه ژوبل دي. له نېکه مرغه په برید کې، ښاغلي همدرد روغ پاتې شوی دی.

دا برید په داسې حال کې کېږي، چې هېواد مو د ولسمشرۍ د ټولټاکنو د پایلو د اعلان په درشل کې دي. په دې حساس وخت کې، دا ډول بریدونه، یوازې د هغو خلکو کار کیدای شي، چې په هېواد کې د عمومي وضعې ګډوډل غواړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، دا برید په سختو ټکو غندي او له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي، چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي او د برید عاملین د قانون منګولو ته وسپاري. دا اداره، همدارنګه، له امنیتي ارګانونو، غوښتنه کوي، چې په دې حساس وخت کې، د سیمه ییزې حکومتوالۍ د لوړ پوړو مامورینو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دا وړ بریدونه به، د خلکو او وطن د خدمت لپاره د سیمه ییزې حکومتوالۍ د مامورینو ژمنتیا بدله نه کړي.

دا اداره د پېښې د متاثرینو له کورنیو سره په غم کې شریکه ده، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت هیله کوي.