د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي د كندهار ښار ته څرمه د ارغنداو د ولسوالۍ ډېره برخه يې نيولې ده.
جيو نيوز د طالب وياند له خولې خبر وركړ، چي ولسوالي يې تېره شپه له افغان پوليسو سره تر جګړې وروسته نيولې ده.
د طالب وياند د څرګندونو په اړه لا افغان حكومت څه نه دي ويلي، خو د سيمي هغه اوسېدونكي چي نن سهار كندهار ته راغلي، په ارغنداو كي د زرونو طالبانو د شتون پخلى كوي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي په ارغنداو كي يې اوس هم له دولتي ځواكونو سره جګړه روانه ده، د نوموړي په وينا په دې جګړه كي دوه طالبان او اووه پوليس مړه سوي دي.
د ارغنداو ولسوالي ته په تېر مني كي هم په سوونو طالبان راغلي وه، خو تر دوو ورځو وروسته يې بېله كومي جګړې سيمه خوشي كړې.
طالبان وايي د ارغنداو په نيولو كي د كندهار له محبس څخه تښتېدلو بنديانو هم برخه ورسره اخيستې ده.
ارغنداو چي د كندهار يوه له تر ټولو شنه او سمسوره ولسوالي ده، شك نسته چي كه جګړه پكښي وموښلي، پراخه ولسي مرګ ژوبله او مالي تاوانونه به ولري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه