کور / تازه خبرونه / په لاهورکې ٧ کسان وژل شوي

په لاهورکې ٧ کسان وژل شوي

په لاهور کې د پاکستان د پولیسو او د پاکستان د عوامي تحریک ګوند مشر طاهرالقادري د پلویانو ترمینځ نښته کې د دوو ښځو په گډون ٧ تنه وژل شوي .د پاکستان یوه ډله امنیتي ځواکونه تیره شپه د هغو خنډونو د لرې کولو په وخت چې د عوامي تحریک د مشر او د هغه د مرستیالانو د کورونو او همداشان د منهاج القرآن غورځنګ د مرکزي دفتر په خواوشا کښې د امنیتي حصار په توګه لګول شوي وو، د دغه ګوندله غړو او پلویانو سره ونښتل.په یاده نښته کښې د پولیسو لخوا د ډزو کیدو په وجه د دوو ښځو په شمول اوه تنه وژل شوي او اتیا نور ژوبل شول.ویل کیږي چې د عوامي تحریک ګوند پنځه کسان هم د پاکستان له پولیسي ځواکونو د نښتې په وجه نیول شوي دي.د پاکستان د عوامي تحریک ګوند مشر او د منهاج القرآن موسسې مشر طاهر القادري د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې د عوامي تحریک ګوند د غړو د کورنونو او مرکزونو ګیرچاپیره د خنډنو له مینځه وړل په کلکه وغندل.القادري چې په کاناډا کښې اوسیږي اراده لري چې پاکستان ته لاړ شي او د اسلام آباد له حکومت سره په مخالفت کښې یو غورځنګ رامینځته کړي.