راپورونه وايي، د همپالنې د ټيم د مخکښو غړو ترمنځ له تېرو دريو ورځو راهيسې اړيکي کړکېچن شوی دي. ددغه انتخاباتی کمپ یوه سرچینه وایي، په لومړي سرکې د حزب اسلامي ډلې مشرانو او عبدالله ترمنځ نانندرۍ رامنځ ته شوې، خو وروسته محمد محقق هم مداخله کړې ده.
سره له دې چې عبدالله په ټاکنو کې د بري او په مقابل لوري د درغليو ادعاوې لري، خو د اصلاحات او همپالنې ټيم په داځلي ټاکنو کې په خپله ناکامۍ باوري شوی دی او دغه باور په بلخ، غزنی او غزنی کې د حزبیانو او هزاره وګړو د رایو له کمي څخه سرچینه اخلي.
وړمه شپه د عبدالله عبدالله تر خبري کنفرانس مخکې د اصلاحات او همپالنې د ټيم تر منځ لفظي نادرۍ رامنځته شوې او د اختلاف مهم ټکي په بغلان، غزني، خوست، پکتيا، پکتيکا وردګو او کونړ ولايتونو کې د ډاکتر عبدالله په صندقونو کې د حزب اسلامي او هزاره وګړو د رايو کمی دی، چې د عبدالله د ناکامۍ سبب بلل کېږي.
لفظي ناندرۍ د ارغنديوال، محمدخان او خپله عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوې او وروسته پکې محمد محقق هم مداخله کړې ده.
بل پلوته په هزاره مېشتو سيمو کې هم د تېرو ټاکنو په پرتله ډاکتر عبدالله ته د محقق د هزاره حوزې رايې کمې شوې او په ياده ستونزه محقق پړ ګڼل شوی دی.
باخبره سرچينې وايي، تر ټاکنو مخکې د اصلاحاتو او همپالنې کمپ ته د امرالله صالح ورتګ د محقق د شديدې خوابدۍ سبب شوی و او ان تر اخرې ورځې امرالله صالح او محقق سره پخلا نشول.
په اصلاحات او همپالنې ټيم کې بله لويه ستونزه دا ده چې زلمي رسول او محمود کرزي ته د ارګ د جاسوسانو په سترګه کتل کېږي. د عبدالله د پلويانو په خبره ولسمشر کرزي په دستوري ډول وراستولي او عبدالله يې د دويم ځلي ټاکنو لپاره غافلګير کړی دی.
خو د زلمي رسول پلويان وايي، تر لومړي دور ټاکنو وروسته د زلمي رسول اړيکي له ولسمشر کرزي سره کړکېچن شول او کرزي ته د منفي ځواب يا غبرګون په دود زلمی رسول له عبدالله سره يوځای شو.
د رايو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د زلمي رسول، ګلاغا شيرزي او استاد سياف د پلويانو اکثريت رايه په دويم ځلي ټاکنو کې اشرف غني احمدزي ته تللې ده.
سره له دې چې د اصلاحات او همپالنې د ټيم د زر پاشل کېدو جدي خطرونه وجود لري، د فضل احمد معنوي په شمول د اصلاحات او همپالنې ټيم مخکښې څېرې هڅه کوي، د ټاکنو نتيجو مشروعيت تر سوال لاندې راولي او د تهديدونو په زريعه حکومت او هم مخکښ کانديد اشرف غني احمدزی اړباسي، چې شريک حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.
بل لورته ويل کېږي، چې پرون په وزیرانو شورا غونډه کې قانوني جنجال کړی او لامل يې دا بلل کېږي، چې کله پوه شوی، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله د سيال اشرف غني احمدزيرايې زياتې دي او بری د غني دی، نو دسیسې جوړوي او په ټاکنو کې د خلکو ګډون ته سوالیه ږدي، کمیسیون په درغلیو تورنوي او په ځینو ولایتونو کې د رایه ورکوونکو شمېر تر ثبت شویو کسانو ډېر ګڼي.
بل لورته د ټاکنو څارونکي وايي، په ولایتونو کې تر ثبت شویو کسانو د رایه ورکوونکو شمېر زیاتوالی کومه درغلي نده، ځکه خلک یوې بلې سیمې ته په نورمال ډول تګ راتګ کوي او د کوچیانو د کوچ موسم هم دی، نن ممکن په خوست کې اتیازره کوچیان مېشت وي او سبا د همدغو کوچیانو ستره سلنهبل ولايت ته وکوچيږي.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، دغه ډول لنډمهاله ايتلافونه په سياسي انګېزه نه دي رامنځته شوي، نو ځکه به ړنګېږي او درځونه به پکې راپيدا کېږي. دی زياتوي، د دوی لپاره اصلي خبره د قدرت تصاحب او وېش وو، چې نور يې هېڅ مشترکات سره نه وو.
ښاغلی لېوال وايي، د درغليو په تړاو څېړنه د ټاکنيزو کميسيونو کار دی او دوی بايد تر هغه انتظار وباسي، چې هغوی پرېکړه کوي:(( هڅې کېږي، چې فشارونه وارد کړي، خپله ماتې پټه کړي، د ځان لپاره ځای پيدا کړي او په دغو ډول بهيرونو د خلکو باور زيانمن کړي.))