اسلام اباد :دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان پوځ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد پیل شوي عملیات په بریالیتوب روان ديو چې په وینا یې تر اوسه په دې عملیاتو کې ۱۶۷ وسله وال ‘ وژل شوي او د په ټولو ښارونو کې امنیت ټینګ شوی دی.بل خوا، د پاکستان پوځ ویلي، چې د عملیاتو له پیل راهیسې یې د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې امنیت ټینګ کړی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک له ټولو پانګوالو، شرکتونو او ملي ادارو له حکومت سره د هر راز معاملې د بندولو غوښتنه کړې ده.د پوځ د معلوماتو څانګې ویلي، د دوشنبې پر ګهیځ یې د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې د وسله والو شپږ ځالې په نښه کړې، چې ۲۷ وسله ولا وژل شوي.پوځ وايي، د بریدونو په سیمه کې د ولسي وګړو د اوسېدو هېڅ ودانۍ نه شته.د پوځ یوه اعلامیه کې ویل شوي د یکشنبې ورځې په عملیاتو کې ټول ټال ١٤٠وسله وال وژل شوي، چې زیاتره پکې ازبک دي.د پوځ د ادعا له مخې، په بمبارۍ کې د وسله والو د اړیکو یو لوی مرکز هم له منځه وړل شوی.پوځ وايي، عملیات به میر علي او میران شاه ته هم وغځوي.د پاکستان پوځ په دې عملیاتو او ځوابي بریدونو کې د خپلو درو پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د حکومت په لارښوونه یې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني او بهرنیو وسله والو ډلو پر ضد لوی ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي دي