کرزی: ډیورنډ کرښه نسته خپله دفاع نور دپولې هاغه غاړه کوو.
د پښتو ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !
د دري ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !
د افغان جمهور رئيس حامد كرزي د پرونيو څرګندونو په اړه د امريكا ولسمشر بوش له تبصرې څخه ډډه وكړه.
ډبليو بوش وويل د كرزي د څرګندونو په اړه هيڅ نه وايم، خو پر پاك افغان پوله د وسله والو د تګ راتګ مخنيوى بايد ضرور وسي.
د امريكا ولسمشر بوش په لندن كي د برتانوي صدراعظم ګارډن براون سره په يوه خبري كنفرانس كي وويل، چي واشنګټن به د پاكستان او افغانستان د اړيكو د ټينګښت دپاره هڅي نوري هم ګړندۍ كړي.
هغه وويل د درو سرو هيوادو مرام يو دئ، هغه دا چي يو هيواد هم بنسټپالو جنګياليو پلوى نه دئ.
نوموړي وويل د ښاغلي كرزي د خبرو په اړه صرف دونه وايم، چي د پاكستان او افغانستان د حكومتونو ترمنځ مذاكرات يوه ضروري خبره ده.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي پرون په يوه خبري كنفرانس كي په ډاګه وويل چي نور د ډيورنډ كرښه له منځه تللې او افغانستان حق لري چي تر پولي ها خوا د ځان دفاع وكړي.
ښاغلي كرزي وويل د پاكستاني استخباراتو ايجنټان افغانستان ته را اوړي او د جهاد په نامه زموږ خلګ راوژني، كه يې پاكستان مخنيوى كوي خو ښه دئ، كه نې افغانستان حق لري چي له پولي ها خوا د ځان دفاع وكړي.
پاكستان وروسته له هغه د افغان حكومت تر نيوكو لاندي راغئ، چي قبايلي طالبانو په لومړي ځل په افغانستان كي د يوه ځانمرګي بريد مسئوليت پر غاړه واخيست.