کور / تازه خبرونه / د فارياب په بندر ولسوالۍ کي هيڅ رايه نه ده کارول سوې

د فارياب په بندر ولسوالۍ کي هيڅ رايه نه ده کارول سوې

طالبان وايي د فارياب ولايت د بندر ولسوالۍ په مرکز اوشاوخواسیموکې هیچیري یوه رایه هم نه ده کارول شوې، قاري يوسف احمدي وايي دولسوالۍ ټولي لاري طالبانو په بشپړه توګه بندي کړي وې چې هیڅ درایي صندوق یادي ولسوالۍ ته نه دی راوړل شوی اونه کوم ټاکنیز سایټ په ټوله ولسوالۍ کې چیرته فعال شوی.
د يادوني وړ ده چي که په شمېرنو کي له دغي ولسوالۍ څخه رايې شمېرل کېږي هغه به په درغليو ډکي سوي رايي وي.