نن سهار د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال کريم خليلي په حبيبه لېسه کي خپله رايه وکاروله او د ټاکنو په اړه يې ولس ته خپله لنډه وينا واوروله ، د نوموړي د خبرو پر مهال د رايه اچولو مرکز ته نژدې يوه درنه چاودنه وسوه . که څه هم د چاودني سره سم بېله کريم خليلي نور ټولو کسانو يوې او بلي خواته په ځغاسته سول خو کريم خيلي پر خپل ځای پاته سو ، ويې خندل او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ.