د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي نن په اتڼونو او ډولونو د رايي اچوني تر مرکزونو پوري ولاړل ، ځوانانو د رايي اچولو مرکزونو مخته اتڼونه کول او ددې ولسوالۍ پر شرايطو برابرو اکثریت وګړو په ټاکنو کي برخه واخيسته.
پنجوايي ولسوالي د کندهار ولايت لويديځ ته پرته ده ، ددغي ولسوالۍ څخه د تېرو لسو کلونو په اوږدو کي د کندهار د نورو ولسواليو په پرتله ډېر د نا امنيو خبرونه خپاره سوي دي ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال زياتره طالب مشران هم ددغي ولسوالۍ اوسيدونکي ول.