کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي په ټاکنو کي د ولس له ګډونه خوښي څرګنده کړه

ولسمشر کرزي په ټاکنو کي د ولس له ګډونه خوښي څرګنده کړه

ولسمشر کرزي نن سهار خپله رايه وکاروله ، نوموړي خپله راپه د کابل اماني ليسې په ټاکنيز مرکز کي خپل د خوښي نوماند ته ورکړه .
نوموړي وويل افغانان د انتقال له دورې څخه د ثبات او پرمختګ پر لور ګامونه اخلي، نوموړي وويل راسئ او په خپل لاس د خپل هيواد سرنويشت وټاکئ . نوموړي زياته کړه: وطنوالو نن مو ورځ ده چي راووزئ او خپله خاوره د ټولو پرديو له احتياجه خلاص کړئ ، خپل جمهور ريس وټاکئ او خپله خاوره د خپل راتلونکي نسل د پاره داسي تهداب ګزاري کړئ چي افغانستان پر خپلو پښو ودريږي.

ولسمشر کرزي نن د ورځي په وروستيو کي د انتخاباتو د ترسره کېدو له امله خوښي وښووله ، په پراخه کجه يې د افغانانو ګډون وستايه او د هغو کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه چي د نن يې د کورنۍ غړي په ترهګريزو بريدونو کي له لاسه ورکړي يا زخمي سوي دي ، نوموړي وويل چي دغه قربانۍ افغانستان ته د پرمختګ سبب کيږي.

ولسمشر کرزي د ټولو امنيتي ارګانونو له هلو ځلو او د انتخاباتو خپلواک کميسون له کارکوونکو مننه وکړه چي په مېړانه يې افغان ولس ته د راتلونکي ولسمشر د ټاکل کېدو په دې مهيمه ورځ خدمت ته نه ستړي کيدونکي هڅي وکړې.