د کورنيو چارو وزير عمر داودزي همدا شېبه د ټاکنو په اړه په ګډ کنفرانس کي وويل چي د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کي په ټول افغانستان کي په بېلابېلو پېښو کي ۱۵ د ملي اردو سرتيري ، ۱۱ پوليس او ۶۰ طالبان او يو د انتخاباتو د کميسون کارکوونکی وژل سوی او يو شمېر کسان زخميان سويدي چي تر اوسه يې وروستۍ شمېرني دوی ته نه دي رسيدلي.