په ډيرو پښتون ميشتو سیمو کې دا وارې رايي پاڼې کمي شوې وې کميسيون يادې رايي پاڼې ليږلې،خو د نهمې حوزې مشر چې د سالنګي سړی دی، د سالنګي له ورکول شوي پلان سره سم يي کوښښ کړی دی څو د پښتون ميشتو سیمو د د ډيرې رايي ورکړې مخه ونيسي، دوی ته چې نوره هيڅ پلمه نه پاتې کيږي، نو کوښښ کوي د سالنګي لپاره د يو ډول خايه مالي په موخه د نوموړي مخه ونیسي.
کله چې امرخيل له پولیسو سره په دې اړه خبرې کوي خو پوليس يي خبره نه مني نو په خبري ناسته کې وايي چې ټولو سيمو ته رايي پاڼې رسيدې خو پولیسو خلک محروم کړل، چې وروسته پولیس د سالنګي له ورکول شوي پلان سره سم په کابل د کابل د امنيه قومندان ظاهر ظاهر له لارې ياد پلان داسې پلی کوي چې پر امرخيل د درغليو تور پورې کوي، څو د لکونو پښتنو د محروميت ټر په پر پټ کړي او یو ډول امرخيل چې مخکې هم ځينو کړيو د نوموړي د نوم بدۍ هڅه کړې وه نوم بدی کړي او د ټاکنو کميسيون د يو مسلکي کدر کړه وړه تر پوښتنې لاندې راولي.
خواوس بايد ظاهر ظاهر ددې پوښتنې ځواب ورکړي: چې ولې نورو سيمو ته د رايو پاڼو استول جرم نه دي خو پښتون ميشتو سيمو ته لکه احمدشاه بابا مينې، کارته نو، څرخي پله، سروبي ته د رايو استول درغلۍ دي.
حال دا چې په هودخيلو، احمدشاه بابا مېنه کې لاریونونه وشول او لکونو خلک له رايي ورکړې محروم شول، آيا د رايي له محروميت څخه مخنيوی درغلۍ دي، آيا د امرخيل تخنيکي او مسلکي کړه وړه درغلۍ دي او آيا په ټاکنوکميسيون کې د يو وړ پښتون کدر کار درغلۍدي؟
دا ټولې هغه پوښتني دي چې:
ولسمشر کرزی، د کورنیو چارو وزیر، د ټاکنو کميسيون مشر يي ځواب و وايي او دا روښانه کړي چې آيا پښتانه د رایی ورکړې حق لري کنه، که حق لري نن لکونو پښتانه ولې محروم شول، ولې د جنرال ظاهر خبره سمه او د امرخيل خبره ناسمه ثابته شي.