کور / هراړخیز / امرخېل ته دسیسه جوړه شوې وه

امرخېل ته دسیسه جوړه شوې وه

دکابل امني قوماندان د۲۱ ناحي او سروبې ولسوالۍ خلک درایې اچونې نعمت څخه محروم کړل.
نن هم هېوادوالو ستره حماسه وښوده خو متاسفانه دکابل ولایت امني قوماندان جنرال ظاهر ظاهر په مستقیمه لارښونه چې مشخصا نوماند ته یې کمپاین کولو د ۲۱ ناحیه او سروبي ولسوالۍ کې درایو پاڼو دخلاصیدو سره سم کمیسیون دنورو سیمو په څیر وغوښتل چې رایې پاڼه ورته انتقال کړي چې دکمیسیون په دروازه کې ۹ حوزې پولیسو ددې رایو پاڼو دلیږد مخه ونیوله ، د دارلانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل دپولیسو دګواښ سره هم مخ شو او د ۱ بجې څخه ۳ بجو پورې یې قصدا موټر انتقال ته پرې نه ښودل چې وروسته امنیې قوماندان سیمې ته راغی او دکمیسیون دارلانشاء ریس ترې غوښتنه وکړه چې پولیسو باید طرف واقع نه شي او کنفرانس کې یې پولیسو دمشخص نوماند په طرفدارۍ داسنادو سره ثابت کړل.
خو متاسفانه تر اخره هم دپولیسو ددغه ناسم چلند له امله ۲۱ ناحیي او سروبې زرګونه اوسیدونکي درایې اچونې څخه محروم کړل.