د کندهار ولايت په بولدک اولسوالۍ کي د رايي ورکوني بهير نور مخ پر ختمېدو دئ.
د رايي په مرکز کي مي د يوه ناظر څخه و پوښتل چي د ورځي جريان راته ووايي.
سهار د رايي ورکووني پروسه پيل سوه او تر اوسه ئې دوام وکړ.
کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځ ته سوې.
ښځو هم ونډه اخستې وه.
د ډېرو خلکو د رايي ورکوني په اړه جواب دا وو چي ډاکټر اشرف غني ته مو رايه ورکړې.
دا زموږ د خپل مرکز حال وو کېداى سي په نورو مرکزونو کي درغلۍ سوي وي.