کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ٥ رايه ورکوونکو سره مرکه

په کندهار کي د ٥ رايه ورکوونکو سره مرکه

په کندهار ښار کي د رايي د ورکوونکو شمېر خورا ډېر ښکاري ، خلک په ټولو کوڅو او سرکونو کي په دې موخه يا خو روان او يا را روان دي چي رايه ئې ورکړې يا ئې ورکوي.
په کندهار کي مي د ظاهرشاهي عالي ليسې د رايي د مرکز څخه د راوتونکو پنځو کسانو سره خبري کړي او نوموړو خپلي څرګندوني په لاندي ډول راته وکړې:
لراوبر کندهار: رايه مو ورکړه؟
حامد: بلې هو.
لراوبر کندهار: رايه مو چا ته ورکړه؟
حامد : ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ته.
دوهم : رايه ورکوونکى:
لراوبر کندهار: نوم مو؟
رايه ورکوونکى: عبدالسلام صمدي.
لراوبر کندهار :رايه مو ورکړه؟
عبدالسلام : بلې هو.
لراوبر کندهار : چا ته ؟
عبدالسلام : ډاکټر اشرف غني ته .
درېيم رايه ورکوونکى.
لراوبر کندهار : ورور نوم مو؟
رايه ورکوونکى: جلال الدين.
جلال الدين وروره رايه مو وکاروله.
بلې هو.
لراوبر کندهار : چا ته مو ورکړه؟
ډاکټر اشرف غني احمدزي ته.
څلرم رايه ورکوونکى.
لراوبر کندهار : وروره نوم مو؟
رايه ورکوونکى: عبدالهادي.
لراوبر کندهار : رايه مو وکاروله.
عبدالهادي : هو .
لراوبر کندهار :رايه مو چا ته ورکړه؟
عپدالهادي : اشرف غني احمدزي ته .
لراوبر کندهار : مننه.
پنځم رايه ورکوونکى.
لراوبر کندهار : حاجي صاحب نوم مو؟
رايه ورکوونکى: حاجي شراف الدين مسلميار
لراوبر کندهار :حاجي صاحب ګوته خو مو رنګ کړې داسي معلومېږي چي رايه مو ورکړې؟
حاجي صاحب : هو وروره دغه ئې ورځ ده بايد خپل راتلونکى وټاکو، ځکه دا زموږ مسئوليت دئ که نن دا و نه کړو چي د رايو مرکزو ته راووزو نو سبا بايد ګيله و نه کړو چي هر چا هر څه راسره کول.
لراوبر کندهار : حاجي صاحب رايه مو چا ته ورکړه؟
حاجي صاحب: چي وړ ئې وو ځکه دا خو يو امانت دئ.
لراوبر کندهار :ستاسو په نظر حاجي صاحب په دې دواړو کانديدانو کي ئې کوم يو وړ وو؟
حاجي صاحب: هر څوک شکر دئ فکر لري ، دماغ خداى ورکړى ، دا ملک څوک د جنګه را ايستلاى سي ، څوک کولاى سي چي په دې دواړو نوماندانو کي دا ملک جوړ کړي، هر يو په دوى دواړو کي تجربه سوى چا د خپل ځان له پاره ملت قرباني کړى او چا خپل ځان د دې ملت له پاره قرباني کړى؟ نور نو تاسو ښه پوهېږئ.
لراوبر کندهار : حاجي محترم که ئې نوم را ياد کړ موږ به لا داسي چا ته چي تاسو را ته روښانه کړ رايه ورکړو ځکه چي سبا مسئوله نه سو؟
حاجي صاحب: ډاکټر اشرف غني ته.