په هغه مراسمو كي چي د پكتيا ولايت په مركز ګردېز ښار كي د مور د ورځي په وياړ جوړ سوي وه، والي جمعه خان همدرد په همدې مناسبت يوه اوږده وينا وكړه. ښاغلي همدرد وويل مور ده چي نړۍ ته يې ستر – ستر انسانان وركړي، مور ده چي نړۍ ته يې پيغمبران او اوليا وركړي، همدا مور ده چي د هيواد د خپلواكۍ په لاره كي يې ټولني ته مجاهدين وړاندي كړي او همدا مور ده چي د جهاد او مقاومت پر مهال يې د خپلو زړونو ټوټې زامن، وروڼه او ورېرونه د جهاد سنګرونو ته لېږل.
په دې مراسمو كي تر والي همدرد وروسته نورو قومي مشرانو او ولايتي چارواكو او مېرمنو هم د مور د ورځي په وياړ ويناوي وكړې.
په دې غونډه كي د پكتيا له بېلا بېلو سيمو څخه د ښځو د چارو رياست غړو، ښځينه استادانو او ښځينه ډاكټرانو هم ګډون كړى وو.