د دوهم پړاو ټاکنو په موخه نن سهار په ټول افغانستان کي د رايو مرکزونو مخته ولسونه په کتارونو کي د افغانستان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه له اوو بجو رايه اچول پيل سول.
د افغانستان د جمهور ريس په ګډون يو شمېر وزيرانو، واليانو، ولسوالانو او نورو چارواکو د رايې په ورکولو سره د ټاکنو ورځ پيل کړه.
پوليسو او ملي اردو وار له مخه د ډاډمن امنيت د تامينولو ډاډ ورکړی دی.
د ناتائيد سوو راپورونو له مخي طالبانو هم دا ځل په ټاکنو کي د پخوانيو ټاکنو په پرتله نرمښت ښوولئ دی.
که څه هم افغانان د ټاکنو او رايي پر اساس د ولسمشر ټاکلو اوږده سابقه نلري خو د حمل د ۶۱ مي او نن (جوزا د ۲۴مي) په ورځو د افغانانو بېساري برخه اخستني ګاونډيان او نړۍ حيرانه کړېده.
افغانان وايي چي له جګړو او جګړه مارو ستړي دي او دا ځل افغانستان ته د خپلو رايو په مټ يو عالم او عادل مشر انتخابوي.