دکتوراشرف غني غواړي په افغانستان کې دحکومتولۍ سرچپه موډل بېرته راسته کړي او دسر پرځای یې پر پښو ودروي .
په افغانستان کې تراوسه دجګړه مارخاصیت خاوند تنظیمونه یا ګوندونه غلا او جنګ کوي او حکومت (State) سیاست کوي .
حال داچې په نړۍ کې سیاسي ګوندونه او سیاستوال سیاست کوي او حکومتونه خدمات وړاندې کوي .
په افغانستان کې مقننه ځواک او اجراییه ځواک دواړه په سیاستلوبو بوخت دي، قضاییه ځواک او رسنۍ ( څلورم ځواک ) ددوی دسیاستلوبو لپاره وسیلې دي ، په دې توګه هيڅوک خپل اصلي کار ( قانون جوړونه ، خدمات ، عدالت او خبرتیا) ته نه دي وزګار .
دکتور غني غواړي هرڅه خپل ځای ته راولي ، چې حکومت خدمات عرضه کړي او ددې هېواد دانسانانو په ژوند کې هره ورځ مثبت بدلون راشي او یو پیاوړی افغانستان دبهرنیو له لاسوهنې خوندي شي .
پارلمان به قوانین جوړوي او پرحکومت به نظارت کوي ، قضا به عدالت تامینوي او رسنۍ به خپل کار ته وروګرځي . له نورو سره ددکتور غني توپیر دادی ، چې دا ټولې چارې یې دنړۍ په معتبرو پوهنتونونوکې لوستي او تدریس کړي دي ، علماً او عملاً پرې پوهیږي ، دکولو اراده یې لري او دافغانستان له اقتصادي سرچینو او امکاناتو سره سم یې میکانیزمونه ورته جوړکړي دي .
تر دې وړاندې په ککړو سیاستلوبواو مداریتوب کې ښکېل نه دی .ترټولومهمه دا چې پرې راټول خلک به دا توان ونه لري چې له خپلو علمي پلانونو څخه یې راوګرځوي .
ددکتور اشرف غني پلویانو !
پر فیسبوک یې ولولئ او همدغه دلایل هره ورځ خلکو ته په هره ممکنه وسیله ورسوئ !
تاریخ له تاسو څخه د سم سیاست کولو ازموینه اخلي ، پام چې ناکام نه شئ !