دلوی الله ج په حضور کې ځان دیوه مسئول مسلمان افغان په توګه خامخا رایې ورکولو ته ژمن وګڼئ ،
له خپلې کورنۍ ، چاپیریال او پېژندویو وګړیو څخه خامخا څوکسه درسره بوځئ او لارښوونه ورته وکړئ ، چې دوی هم نور له ځانه سره بوځي .
په دقت سره دکتور اشرف غني ته رایه ورکړئ او درایې ورکولو په بهیر کې ټوله پروسه وڅارئ ، چې څوک غلا او درغلي ونه کړای شي ، ځکه تاسو هر یو ددکتور اشرف غني استازي یاست او د یوه افغان ښاروند په توګه دنظارت او شکایت حق لرئ !
چې رایه مو ورکړه ، بیا نو ټیلیفونونو ته شئ او هرهغه چاته زنګ ووهئ ، چې ستاسو په نظر زړه نازړه وي ، ویې هڅوئ چې ووځي او خامخا دکتور اشرف غني ته رایه ورکړي .
په ټول بهیر کې د خپلو هېوادوالو دامنیت خیال ساتئ او دهرې شکمنې پيښې له لبدلو یا احساس سره له خپلو ملي امنیتي ځواکونو سره اړیکه مه هیروئ !
په ټول بهیر کې لوړ افغاني اخلاق ، ښه چلند او له تاوتریخوالي څخه ډډه کول مه هیروئ !
تاریخ هرڅه ته ځیر دی او ستاسو دسبا ورځې ګیلې یا حیرانتیا ته خپل ځوابونه ټولوي .
دبریا لمر راختونکی دی !