نن په کندهار کي د بدلون او دوام ټيم په ټاکنيزو اعلانونو او افغان بيرغونو رنګين سلګونه موټر د شپې تر ۱۲ بجو د کندهار په ښار او شاوخوا سيمو کي ګرځنده ټاکنيز کمپاين کوي.
ددغه کاروان يوه برخه وال ظاهر جان لراوبر ته وويل چي سلګونه او زرګونه ځوانانو په دې کمپاين کي برخه اخستې ده . نوموړی وايي دغه کاروان د ښادمن خصوصي تجارتي شرکت په نوښت او همکاري نن تر نيمي شپې پوري د کندهار ولس د ډاکټر اشرف غني احمدزي او د هغه د ټيم په ګټه رايه ورکولو ته هڅوي.
تر دې مخکي هم په کندهار او نورو ولايتونو کي د ګرځند کمپاينونو خبرونه خپاره سوي وه خو نننئ ګرځند کمپاين په افغانستان کي تر اوسه بې سارئ دی.
پوليس چارواکي وايي چي د دواړو نوم اندو کمپايني هلو ځلو او د ټاکنو د ورځي لپاره يې لازم امنيتي تدابير نيولي دي.
نور تصاوير وروسته