کور / تازه خبرونه / پاکستان افغان سفیر داحتجاج لپاره وربللی.

پاکستان افغان سفیر داحتجاج لپاره وربللی.

د پاکستان دباندینیو چارو وزارت په اسلام اباد کې مقیم دافغانستان سفیر محمد انور انورزی وربللی او دولسمشر حامد کرزي د یکشنبې ورځې د څرګندونو په اړه یې ورته غبرګون ښودلی. د پاکستان د باندینیو چارو وزارت ویاند محمد صدیق رسنیو ته ویلي چې دوی افغان سفیر ته د پاکستان د حکومت هغه اندیښنې ښودلي چې د ولسمشر کرزي په خبرو یې پیدا کړي د پاکستان دباندینیو چارو وزارت ویاند دا ډول ویلي چې دوی رسمي احتجاج افغان سفیر ته وړاندې کړی کوم چې ولسمشر کرزي په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره کړې وی.