کور / تازه خبرونه / روزګان: ماين چاودني ٥ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

روزګان: ماين چاودني ٥ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په روزګان کي چاودني پنځو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول .
دغه چاودنه ددې ولايت په شهيد اساس ولسوالۍ کي پر يوه قومي مشر قيوم جان اغا سوې چي پکښي د هغه دوه زامن او يو لمسى وژل سوي او خپله قومي مشر د موټر چلوونکي سره ټپي سوى دى .
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايې چي ماين د وسله والو طالبانو له لوري په سيمه کي ځاى پر ځاى سوى وو .
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي .