د کورنیو چارو وزارت درسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د خوست ولایت د یعقوبیو په ولسوالۍ کې تیره ورځ د یوه خښ کړل شوي ماېن د چاودنې له امله د ښوونځي یو ماشوم وژل شوی، خبرپاڼه لیکي پولیسو ددی پېښې په تور یو تن هم نېولی کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو بل تن د تېښتې په مهال په مرمۍ ویشتي او وژلی یې دی.