کور / هراړخیز / درې اساسي اصله (ژوند،صحت او دولت)

درې اساسي اصله (ژوند،صحت او دولت)

ژوند ، دولت ،او صحت درې سره واړه د یوه انسان په اوجود کښی دښه فعالیت نښه ده او دښه راتلوونکي تضمین یی لري .
نو ژوند ،دولت ،او صحت باید دهغه چالپاره مصروف وساتو چی زموږ ددرد احساس ولري زموږ په خوښيو کښي خوشحالي راسره ولمانځي او خدای مکړه په غمونو کښی مو اوښکي راپاکي کړي چی همدا اصل ته په کتوسره که دا درې واړه څیزونه مصروف وساتل سي دهغه چاپه خدمت کښی چی سمه منظمه اومساوي اندازه فیصله یی کړې وي سمه خبره ده .
خو که دولت ، ژوند او صحت دهغه چالپاره مصروف وساتو چی نه یې زموږ په غمونو کښی ځان شریک بللي وي اونه یی هم زموږ خوښيوته په خپل راتګ سره نور هم ویاړ وربخښلي وي چی دهمدغه کسانولپاره یې هیڅ کفایت کوونکي نه څو شمیرلای دغه درې اساسي اصله ..
په هره برخه کښی مو دچاپیریال پراته کسان اکثره هغه څوک دي چی نه ددرد شریکولو څوک لري اونه هم دپوښتنی څوک ولی که وي هغه به ډیرمحدود وي .
په اوسنیو وختنو کښي دیتمانو غلبلې دومره لوړي سوې چی داسمان کنګرې یی ولړځولې د کونډیانو دغربت چیغي خوبیخي انسانان له ژونده بیزاره کړه ولي چی دهغو وړونو، خاوندانو،بچیانو ددې پتمن هیواد دفرد فرد لپاره خپله وینه نظرانه کړه خپل اوجود یې دلاسه ورکړ او خپل امیدونه یې خالي پريښودل چی دهمدغو اتلو او مېړنیوله برکته نن دولت لرونکی ،صحت لرونکي ،او ژوند لرونکی دارامي ساه کاږی او دهوسایي احساس کوي ولي بدبختانه دهغه اتلو کورنۍ اوس دومره څوک نلري چی پوښتنه ورباندي وکړي نو ژوند ،دولت او صحت باید په اوسنیو وختونو کښی یاخوبیخی مساوي سي اویاخو لږه برخه دهغه کسانولپاره ځانګړې سي چی اوس دارامۍ ساه کاږي اونور باید دهغه اتلو او مېړنیو پرکورنيو تقصیم سي چی دولت او ژونددهغولپاره وي او دولت او ژوند هغه وویني ولی چي ارمان یي دي او اساسي اواصلي حق یی هم دي ولي چی لویه قرباني یی ورکړې ده او صحت دي همدغه کسان چی ارامي ګالي دځان لپاره انتخاب کړي چي په دې سره به یی له یوه اړخه هغه انساني قرامات راژوندي کړي وي اوله بله اړخه به یی په ښه توګه ژوند ،دولت او صحت دځان لپاره په منظمه توګه مقایصه کړي وي نو ژوند هغه وخت ژوند دی چی ټول پکښي په یوه اندازه اشتراک وکړی دولت هغه وخت ښه دولت دي چی شتمنۍ یی پرټولو په مساوي اندازه تقصیم سي او صحت هغه ښه صحت دي چی دکارکولو په وخت کښی په مساوي اندازه کاروکړي او په یوه تن کار وانه چول سي بلکي ټوله یی وکي چی داکار خورا ګټور تمامیدای سي او دژوند داوصولو لپاره هم ښه نتجه شمیرل کیږي.