اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د بلوچستان ایالت د تفتان په سیمه کې برید او چاودنو له امله ۲۴ شیعه زیارت کوونکي وژل شوي . او۱۴ ټپیان شوي هم دي.د صوبايي حکومت ویاند جان بلیدي ویلي، حکومت د وژل شویو او مړو لېږدولو ته درې چورلکې استولې دي.دی وايي، د تازه معلوماتو پربنسټ، اوس دوې الوتکې تفتان ته رسېدلې دي.جان بلیدي وايي، په وژل شوو کې د کوټې شیعه زیارت کوونکي هم دي، خو ۲۰ وژل شوي د خیبر پښتونخوا د کوهاټ اوسېدونکي دي.دغه برید د ایران پولې ته څېرمه تفتان کې د یکشنبې په ورځ هغه مهال وشو، چې ۳۰۰ پاکستاني شیعه زیارت کوونکي په دوو هوټلونو کې دېره شوي وو.برید د ماخوستن پر نهو بجو هوټل ته د یوه برید کوونکي په ننوتلو او ځان چوولو ترسره شوی دی.که څه هم ساتونکو پر برید کوونکو ډزې کړې یو بریدګر وژل شوی، خو دویم یې ځان چوولی دی.سیمه ییز چارواکي وايي، په لومړي برید کې یو کس وژل شوی، خو دویم ځانوژونکي بیا په هوتل کې د ننه ځان چوولی او ۲۲ کسان یې وژلي.ویل کېږي، دغه شیعه زیارت کوونکي له ایران نه د ستنېدو په حال کې وو.تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې.