کور / تازه خبرونه / د کراچۍ پر هوايي ډګربرید شوى

د کراچۍ پر هوايي ډګربرید شوى

اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې د کراچۍ ښار پر نړیوال هوايي ډګر ډله ییز برید شوي چې له امله يې د لسو برید کوونکو په ګډون ۲۹ کسان وژل شوي دي او ۲۳ ټپیان دي د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی بريد د پنځو ساعتونو وروسته پای ته ورسېد، د جناح روغتون د بېړنیو پېښو د څانګې ډاکټر سیمي جمالي ویلي، دوی ته شپاړس مړي وروړل شوي، چې لس په کې د هوايي ډګر ساتونکي دي، څلور د پي آی اې کارکوونکي دي.دوی وايي، چې روغتون ته په برید کې د لسو وژل شویو کسانو مړي نه دي وړل شوي.د پاکستاني پوځ یوه ویاند ویلي، د برید مقابلې ته د پاکستان کومانډو ځواکونه هم ورغوښتل شوي وو.دکراچۍ نړیوال هوايي ډګر ټولې الوتنې د پاکستان نورو هوايي ډګرونو ته لېږدول شوې دي.تر اوسه په برید کې د هوايي چلند او یا مسافرو د وژل کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.په وژل شویو کې زیاتره د هوايي ډګر ساتونکي او ځینې یې د هوايي چلند کارکوونکي دي.د پاکستان ډان خبري اژانس وايي، وسله والو لومړی د هوايي ډګر یوه دروازه الوځولې او بیا یې بریدونه کړي دي.د پاکستان ډان خبري اژانس وايي، وسله والو لومړی د هوايي ډګر یوه دروازه الوځولې او بیا یې بریدونه کړي دي.برید کوونکو له جعلي کارتونو په ګټې اخیستو ځانونه هوايي ډګر ته ننویستي او اغزن تارونه یې له منځه وړي دي.تر اوسه ددغه برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې، خو پاکستاني طالبانو پر ټویټر وېبپاڼه برید کوونکي ستایلي دي.د هوايي ډګر له ترمینال څخه لوګی پورته کېږي.د هوايي ډګر د ساتونکو ویاند مخکې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو، چې وسله وال ځغاستلیکې ته رسېدلي دي.په هوايي ډګر کې د دوو لویو چاودنو خبر هم ورکړل شوی دی، خو د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وایي برید کې ټولې الوتکې او نور مهم توکي خوندي دي هوايي ډګر ته څېرمه د حمّاد په نامه یوه ډیپلومات ویلي د خپل کور بام ته په ختلو سره یې په هوايي ډګر کې یوه الوتکه د سوځېدلو په حال کې ولیده.خو وروسته پوځ وویل، چې الوتکه ویجاړه شوې، خو د تېلو ذخیره تر کنټرول لاندې راغلې ده.د جګړې له کبله د کراچۍ له هوایي ډګر نه شاوخوا ۲۰ الوتنې ځنډول شوې دي.’ازبک برید کوونکيد نیمه پوځي ځواکونو مشر رضوان اختراختر وایي، ښکاري چې برید کوونکي ازبک وي، خو د پېژندلو لپاره به د وژل شویو بریدګرو ډي این اې ازموینې وشي.د کراچۍ هوايي ډګر له ترمینال نه د اقتصادي الوتکو کار نه اخیستل کېږي، خو له هغه ځایه د پي آی اې بار وړونکې الوتکې الوځي پاکستاني طالبانو د کراچۍ پر هوایي ډګر د برید پړه پر غاړه اخیستي، چې وايي دا برید یې د خپل مشر حکیم الله مسید د مرګ د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد له وزیرستان نه د تیلیفون په کرښه خبریالانو ته وویل، دوی د خپلو ملګرو د وژنې غچ اخیستو حق لري.