کور / هراړخیز / دخپل ګران خدای بخښلي پلار په یاد

دخپل ګران خدای بخښلي پلار په یاد

په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې دپلار د ورځې په درناوي خواږه ملګري بو بل ته مبارکۍ ډالۍ کوي ، خو زه هغه ځوی یم چې لږ ترلږه مې دخپل پلار په جنازه کې شرکت هم ونشوای کړای، زما لپاره دنن ورځې خوند او مزه ډيره پیکه وه ، خو نورو دوستانو ته دې دپلار ورځ ډيره ډيره مبارکه وي ، الله تعالی دې دوي له خپلو والدینو سره خوښ ولري، همداچې دمور دنړیوالې ورځې په اړه دومره خواشینی نه یم داهم دخدای (ج) شکر دی.

خدای بښلی پلارمې هغه څوک ؤ چې زما د روزنې حق یې په داسې زرینوکرښوراته لیکلی چې دژوند په ډيرو درنو ناخوالو کې به رانه له یاده ونه وځي، هغه مهال مې پلارجان په ځوانۍ کې دکورنیواقتصادي ستونزو له امله په ډيرو سختو شرایطو کې سعودي عربستان ته مخه کړه،۱۹ کاله یې زما او زما د لویې درنې کورنۍ لپاره سخته مسافري په ځان ومنله ، له خپلو کاکا ګانو سره مې ژوند وو، هغه مهال زه ډير وړوکی وم ، کله به مې چې پلارجان په کال دوه کاله کې یوځل کور ته راغی نو زه به دپلار دشفاقت څخه پوره برخمن وم ، که څه هم ترونو راسره ښه رویه لرله خو بیا هم دپلار مینه دپلار وي . پلار مې مسافري پای ته ورسوله او راستون شو ، زمونږ کلیوال ژوند وو له خپلې کورنۍ سره ډير خوښ وم ، پلار مې ډير نازولم ، په کلي کې مو ښه نوم درلوده ، ښه وخت مو درلوده او له همسایه ګانو سره مو پوره پوره همدردي لرله ، پلارجان مې یو پرهیزګاره او سخاوتمند انسان وو ، په کلي کې په رښتیا ویونکي مشهور وو ، نوموړي که څه هم ښوونځي نه وو لوستی او تعلیم یې نه لرلو ، خو دتعلیم او زده کړې پوره پوره قدر ورسره ؤ، له هماغه وخته یې په ښوونځي کې شامل کړم ، همیش به یې راته ویل چې زویه که زده کړه ونکړې نوزما په شان به بې روزګاره پاتې یې ، هرڅه به درته تاریکي وي ، او که زده کړه ولرې نو په هیڅ ځای کې به درته لاره بنده نه وي ، همیش به دیو روښانه په لور روان اووسې ، همیش به یوه روښانه ډيوه درسره وي ، له هرچا سره به دې ځانګړی قدر او عزت وي، اوس هم چې دهغه هغه شیبه په شیبه نصیحتونه رایادوم ، له سترګو مې اوښکې ځي، وختونه ول تېرېدل …. دښوونځي دوره په ډيره ښه توګه تېره شوه ، که څه هم کورنۍ او اقتصادي ستونزې زیاتې وې، خولنډه داچې کله له ښوونځي فارغ شوم دپوهنې وزارت په یو بورس کې بهرني هیواد ته دکالج لپاره په یوه ځانګړې ازموینه کې بریالی شوم ،هغه مهال زما پلارجان له خوښۍ نه په جامو کې نه ځایده، هغه داځل یوازې زما او زما دکورنۍ راتلونکی نه راته ښوده ، داځل هغه ماته دخپل ولس دخدمت کیسې کولې چې ته اوس د ولس دخدمت لپاره یوه ستره پانګه جوړېدای شې، له دې وروستیو نصیحتونو سره ځان راته ډير لوړ ښکارېده ، په دغه ورځ زما پلارجان دخوست ترښاره راسره راغی او په لاره یې ډير نصیحتونه راته وکړل ، دایې هم راته وویل چې زویه زه هم نور ضعیفه یم هغه پخوانی توان راکې نشته ، په بهرني هیواد کې دخپل کور کلي او ولس دردونه درنه هیر نشي ، اسلامي اساسات ستا عقیدوي وجیبه ده او باید په پام کې یې ولرې او بله داچې له ملګرو سره ډيرې ښې اړیکې ساته ، ستا راتلونکی ستا ملګرتیا ته ډيره اړتیا لري، دامهال نو رښتیا هم زما پلارجان یو څه له وجود نه کمزوری وو، په ځوانۍ کې یې زمونږ د روزنې لپاره ډير زیارونه کښکلي ول، خو لنډه داچې رخصت مې ترې واخست ، هغه هم په سترګو کې اوښکې راغلې او په سر یې ښکل کړم ، ویل یې ځه زویه په خدای مې سپارلی یې ، خدای دې سفر بې خطره کړه ! ماهم ورسره خدای په اماني وکړه او ډاډ مې ورکړ چې هروخت به ورسره اړیکه نیسم.
کابل ته راغلم یوڅه کارونه مې پاتې ول هغه مې هم خلاص کړل دوه شپې په کابل کې وځنډېدم په دریمه ورځ دقزاقستان هیواد په لور روان شوم ، دکابل هوایي ډګرکې لا یوڅو ملګروسره چې له ننګرهار څخه ول اشنا شوم ، ښه په ډاډه شکل سره تر قزاقستان هیواده یعنې ترالماتا ښاره ورسېدم .
په مسافرۍ او خپلو درسونو مصروف شوم ، کله ناکله به مې له خپل پلارجان او کورنۍ سره خبرې کولې، هغه به په ټلیفون هم پرېهېزګارۍ ، دملګرو سره دښې رویې اود درسونو دښه تعقیب نصیحت کاوه ، هماغه وو چې دخپل پلار په نصیحتونو مې پل کیښود ، ډيری ملګري مې پیداکړل ، وختونه ول په ډير ښه ډول سره تیرشول، دکال پای راورسېده دکور په لور رهي شوم ، دانولومړی ځل وو چې ډيره مسافري مې کړې وه او هغه هم له هیواده بهر، زه هم ډير خفه وم او کورنۍ مې هم راپسې خفه وه ، بیا په ځانګړي ډول والدین مې ، کله چې دخپل ولایت (خوست) ترښاره ورسېدم نو دناوختۍ او امنیتي مشکلاتو په خاطر په ښارکې دخپل تره سره دشپې لپاره پاتې شوم ، له پلارسره په اړیکه کې هم وم ، خو نوموړي ډيرې خبرې راسره نه کولې ، دهغه هم زړه نری شوی وو، خو ما داسې فکر کاوه چې خدای مکړه پلار مې راڅخه خفه نه وي، خو کله چې مې سهار چای خپل کاکاجان کره وڅکه نو دکورپه لوري روان شوم ، له کوره یوه اندازه لیرې مې پلار مخې ته راغلی ؤ ، ډير زیات راته خوشاله وو ، له خوشالۍ نه یې په سترګو کې اوښکې راتلې، داچې زما هم دمسافرۍ لومړنۍ اوږده دوره وه ، زه هم ښه په خوند خفه وم نو همدا وجه وه چې زه هم په دې ګړۍ باندې ډير زیات خوښ وم ، په سر یې مچې کړم ، په غیږ کې یې کلک کړم ویل یې زویه ښه شوه چې په خیر سره راغلې مونږ درپسې ډير خفه شوي وو، کورته ولاړم له خپلې مورجانې اودکورنۍ نورو غړو سره مې هم د زړه خواله وکړل، هغه ورځې او شپې داسې ژر ژر خلاصې شوې لکه دمازدیګر لمر چې ډوب شي ……. ډيرې خاطرې راسره دي خوداچې داخاطره رانه اوږده نشي لنډوم یې ، رخصتي په ډيرې خوښۍ سره پای ته ورسېده ، بیا مې دتلو وخت راورسیده ، دتیر په څير بیا هم خپل پلارجان تر بازاره بدرګه کړم ، بیا یې هم ډير نصیحتونه راته وکړل ، له خبرو یې ډير زیات متاثره شوم ، خو داځل لا لږ په دې ډاډه وم چې په کابل کې له ملګرو سره یوځای کېدم او بیا ملګري هم راسره دورونو په شان ول ، داځل مې ځان یوازې نه شمیره ، فکر مې کاوه چې یوه لویه ډله یو ، هیڅ شی راته نا اشنا نه ښکارېدل ، حتا مسافري هم راته اسانه ښکارېده ، بیا هم دتیر به څیر په خیر سره الماتا ښار ته راستانه شولو او بیا دمسافرۍ شپې ورځې شروع شوې.
وختونه ول تیرېدل ، بیا هم لکه دتیر په څیر کال له ډيرو اوږدو خاطرو سره تیر شو، په دې کال کې هم په کورنۍ او هیواد پسې خفه وم ، خو دلومړي کال په تناسب یوڅه ښه وم ، دخدای فضل وو افغانستان ته ددویم کال په ختمیدو سره په خیر سره ورسېدو، له دې مخکې مې که څه هم له کورسره ټلیفوني اړیکه لرله خودپلار دناروغۍ یې راته حل نه وو ویلی ، کله چې دخوست له ښاره کورته روان شوم ، نو پلار مې راته مخې ته رانغی ، وپوهېدم چې پلار به مې ناروغ وي ، همداسې وه ، کله چې کورته ننوتلم نو ومې لیدل چې په کټ کې پروت وو ، راته راپاڅېده او په ژړغوني اواز یې وویل چې ابراهیم جانه زویه مخې ته خو درنغلم ، زما هم زړه دک پک شو ، په سترګو کې مې اوښکې راغلې ، بیا یې دتیر په څیر په خپله مینه ناکه ستړي مشي ونازولم ، دپلار وضعیت مې دتیر په نسبت خراب وو، یوڅه کورنۍ اقتصادي ستونزې هم موجودې وې ، دارخصتي هم له ډيرو ښو او بدو خاطروسره پای ته ورسېده ، دپلار هغه اړتیاوې چې یې لرلې ورپوره کړې ، خو بیا هم د راتلونکي کال غم راسره وو چې پلار به څنګه په دې حال پرېږدم او زه به خپلو زده کړو ته ادامه ورکوم ، په دې ورځو کې مې دپلار ډير زیات خیال ساته ، ماویل چې رانه خفه نشي، کله ناکله به یې چې څه وغوښتل نو ژر به مې له بازاره ورته راورسول او یابه که په ښآر کې وم ورته به مې راولېږل ، په دې اخیرو کې مې زړه وو چې ورته ووایم چې پلارجانه زه به دې څنګه په دې ناروغ حال کې پرېږدم او درڅخه به ولاړشم ؟ خو مخکې له دې چې زه ورته ووایم هغه راته وویل زویه ځه ولاړ شه خپلې زده کړې دې پای ته ورسوه ، دلته دې ترونه شته دي هغوي مې هم خیال ساتي ، بیا یې راته نصیحتونه وکړل ، خو خبر نه وم چې دپلار اخري نصایحو ته غوږ یم ،،، په مینه مې واورېدل ، له ډيرو مجبوریو سره مې رخصت ترې واخست ، او په دې هم نه وم پوه چې دابه مې ګوندې دپلارجان اخیري دیدن وي ، خو لنډه داچې بیا له خپلو ملګرو سره خپل موقت استوګنځي ته چې دقزاقستان هیواد دالماتا په ښار کې وو ورسېدم ،ډير پرېشانه هم وم ، دخپل پلارجان ناروغۍ ډير زورولم ، ډيری وخت به مې له پلار سره هم خبرې کولې ، کورنۍ به هم راته ویل چې اوس ښه دی ، کله به مې چې پخپله له هغه سره خبرې کولې هم ویل به یې چې بیخي اوس ښه یم ، پیښور ته تللی وم درمل مې واخستل معاینات مې وکړل اوس بیخي ښه یم، او دابه یې هم راته ویل چې ټلیفون دې قطع کړه مصرف درباندې راځي زه اوس جوړ روغ یم ، زه هم باوري شوی وم چې کیدای شي چې ددرملو سره به اوس ښه شوی وي ،ځکه دخبرو وضعیت یې ښه راته برېښېده .

څواونۍ ووتې یوه ورځ راته خپل تره زنګ راوواهه چې( حاجی) مو څوځله پیښور ته د تداوۍ لپاره واستاوه ، ماورڅخه پوښتنه وکړه چې اوس څنګه دی ؟ هغه هم پوه شو چې والله تراوسه خو لانه دی خبر ، او باوري هم وو ځکه دوي په خپل منځ کې سره ویلي ول چې څوک به یې نه خبروئ ، خبره یې واړوله ویل یې اوس بیخي ښه دی په پیښور کې ترتداوۍ لاندې دی ، یوڅه وخت وروسته به بیرته راستون شي ، نو له همدې سره زه ډير به اندیښنه کې شوم چې یوڅو ورځې مخکې بیخي ښه وو څنګه یودم بیا ناروغي پرې سخته شوه ، هماغه اندېښنې وې چې مکرر زنګونه مې کورته وهل ، دکور ټولو غړو به راته انې بانې کولې ، کله به مې دکاکا زوي ویل زه په کور کې نه یم چې کله کورته ولاړم خبرې به ورسره وکړې ، کله به یې ویل چې ډاکټر ته یې بیولی دی ، هماغه وو چې دغم شک راولویده، حوصله مې نه کېده ، لنډه دا چې یوه شپه راته دخپل تره یا کاکا زوی ټلیفون راوکړ، په خبرو خبرو کې یې له خولې راووتل چې ته چا خبر کړی یې ؟ ماوویل دڅه په اړه ؟ هغه چې پوه شو چې تراوسه هم لا نه دی خبر نو یې خبره واړوله ، زه نو داځل سم پوه شوم چې حتماً څه کیسه پېښه شوې ده ، نومې ښه په کلکه ورته وویل چې سمه خبره راته وکړه چې تسلي مې وشي ، خو حل یې راته نه وایه ، کله مې چې ډير په تنګ کړ نویې راته وویل چې کورته زنګ ووهه ! یوڅه ورته په قهر شوم چې ته یې ولې راته نه وایې ، نویې سوړ هوسیلی وویسته راته یې وویل چې له خپل کاکا سره په اړیکه کې شه نور یې ټلفون قطع کړ داوخت نو دشک او تردد په زولنو وتړل شوم ، کاملاً مې فکر وکړ چې شاید دپلارجان لپاره مې کومه پېښه رامنځته شوي اووسي ، هماغه وو چې یو ملګري ته مې زنګ وواهه ماویل ماته ټلیفون ته پیسې جمع کړه هغه رانه پوښتنه هم وکړه چې څه پرې کوې ، ماویل هسې پکار مې دي ، کور ته ټلیفون کوم ، په هغه شپه مې بلا وسې وکړې دکور دوګړو ټولو شمیرو ته زنګ نه تېرېده ، شپه نه وه سم کال ؤ، دقیامت له شپې سره مقایسوي شپه وه ملګرو هرڅومره ډاډ راکاوه چې خدای به خیر کړي ، کوم فکر چې ته کوې شاید هغسې کومه کیسه نه وي ، خو زما زړه نه منله ،خو لنډه داچې شپه تیره شوه ، سهاروختي مې لمونځ وکړ ، ملګري مې له تسلۍ او ډاډ نه وروسته درس ته لاړل ، که څه هم نه تلل ما په زوره ولیږل ، زه کوټه کې تنها پاتې شوم ، دپلار شمیرې ته مې زنګ وواهه چې دیو بل کاکا زوی مې پورته کړ له ستړي مشي وروسته مې ترې وپوښتل چې څه کیسه ده ، ولې مو ټلیفونونو کار نه کاوه ؟ ورته مې وویل غوټه خبر راته وکړه ولې مې نور هم زوروئ ؟ هغه هم نور اخوا او دیخوا خبرې ونکړې فوراً یې راته یې وویل چې زما پلار به درته ووایې هغه ته یې ټلیفون ورکړ، له کاکا سره له سلام او خبرو څخه وروسته نوموړی وار دمخه په تسلیو او ډاډګیرنو سر شو ، هغه نو ښه په ارامه پوه کړم چې پلارجان دې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې ، په دې وخت کې نور نو دخبرو توان راکې نه وو ، ټلیفون مې پرې قطع کړ،او په دې تکل کې شوم چې کورته دتګ امادګي ونیسم خدای خبر چې هغه شیبې په ماڅنګه تېرې شوې له سترګو مې اوښکې روانې وې او ترټولو خو ډير له هرڅه نه خپلې بې وسۍ زورولم ، چې نه مې خروجي ویزه لرله او نه مې هم اجازه ، او که ښه مې اجازه هم لرلې وای نو دپلار دمړینې مې څو ورځې وتلې وې ، خو یوه خوا او بله خوا ملګري هم راخبر شول هغوي پرېنښودم چې په خپلې ویزې پسې وګرځم ، دلیل یې داوو چې اوس نو نه ته څه کولای شې اونه هم ستا کورنۍ ، که ولاړ شې هم به دې دلته تحصیلي دوره خرابه شي اونه به څه په لاس راوړې ، له کورنۍ څخه هم راته ډاډګیرنه راکول کېده چې خبل تحصیل ته دې ادامه ورکړه اوس ستا په راتګ باندې هیڅ نه کېږي ، یوازې اوس ستا پلارجان ستا دعاوو او نیکو کارونو ته اړتیا لري ، هغه ورځې په ما قیامت تیرې شوې (إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ) اوس هم دهغه حالت تصویرونه له ځانه سره جوړوم ، خدای بښلي پلار مې زما لپاره ډير څه وکړل ، لیکن ما بېوسه دهغه لپا دهغه په ژوندینې هیڅ ونشوای کړی ، الله (ج) دې له دې وروسته راته توفیق راکړي چې دهغه پاتې ارمانونه پوره کړم اودهغه د ثمرې په ډول نیکې چارې ترسره کړم (امین یا رب العالمین) .