کور / هراړخیز / نفسي غوښتني ژوند له منځه وړلاى سي.

نفسي غوښتني ژوند له منځه وړلاى سي.

ښکلى ژوند، ښکلي وختونه، خوږې شېبې، دخونده ډکي ورځي شپې، او داسي نور څه د ماشومتوب په لنډه زندګۍ کي نغښتي خوښۍ دي چي د ډېر لږ وخت لپاره د انسان دژوند په يوازي او يوازي لومړۍ مرحله چي ماشومتوب دى لږ پاته سي او بيرته ناڅاپه درومي چي بيا دژوند دوهم دور چي موږ ورته د لېونتوب يا ځوانۍ دوره هم وايي پر ځاى راسي او هر څه په بېل رنګ او ډول واوړي.
ماته چي د ماشومتوب د دور د يو عيني شاهد په توګه هغه د ډيرو لوبو د ډګر ماشومان ملګري را ياد سي، يوځلي بيا راته د هغه وخت رنګين وختونه راياد او يادونه تازه سي، چي يوه بېله دنيا ودانه وه او يو بېل جهان اباد وو ډېر، ډېر مي وياديږي.
زما د ماشومتوب د دورې ملګري ټول يو شان نه وه، ځيني به ارام وه، ځيني به شوخ وه، ځيني به نرم وه، او نه به هم د يوې او يو ډول برابري کورنۍ څخه وو، يو به ديوه داسي غريب سړي زوى وو چي د ماښام ډوډۍ به يې هسي په کور کي په يو ډول نه يو ډول برابره سوه، ځيني به د نرم اقتصادي ژوند لرونکي وه چي بس ماښام او غرمه به ورته ډوډۍ ښه رسېده خو دسبا مالک بيا دهغوى خداى وو، او پاتي نور به بيا د داسي نوموتو کورنيو او سړو زامن وه چي نه يوازي داچي ښه دخانۍ ژوند به يې درلود بلکي د يوې ديکتاتوري او واکمني کورنۍ اوسېدونکي به وه چي زموږ ټولو څخه په هرڅه کي بېل او په داسي غوړه ډوډۍ به ماړه وه چي موږ به يې هم ځيني وختونه د خورکونو د نومونو په زده کولو کي پاته راتللو خو ماته اوس د هغه وخت خبره داسي رښتينېې سي ( چي څوک وايي څه وخورم او څوک وايي په چايې وخورم ) خير.
موږ دکلي ټول ماشومان دکلي يوې ليري ښوونځي ته سهار تللو غرمه بيرته راتللو صرف مو توپير داوو چي دغريب زامن به په پښو ښوونځۍ ته تلل ځکه بله هيڅ چاره ورسره نه وه ، د نرم اقتصاد لرونکو سړو زامن به په ډېرو زړو او هم فنچر بايسکلونو تلل، او دخانانو زامنو ته چي بيا خداى ورکړې وه په نوو موټرو او موډرنولباسونو کي ښوونځۍ ته نا وخته هغه هم د درسي ساعت په نيمايي کي راتلل چي د چا پروا به هم ورسره نه وه.
دپيسو په نشو مست د شتمنو سړو بچي که څه هم دمال په لحاظ تر موږ ښه وه خو د درسونو، علم، پوهي په حاصلولو کي بيا تر موږ ډېر پاته وه، که څه هم د شتمنو خلکو زده کوونکو بچيو دعلم او پوهي د زده کړي سره زياته مينه نه درلوده، خو دنفسي، نامشروع او ناروا غوښتنو په درياب کي بيا دومره غرق وه چي ورځ تربلي دا ګراف مخ پر لوړېدو روان وو خو لنډه داچي د ښوونځۍ په لسم ټولګي کي دعلم او پوهي درڼا څخه بې برخي سوه او پر همدې ځاى يې نور د زده کړي کولو سره مخه ښه وکړه او بس ځکه چي دهغوى په مغزونو کي چي دکومو څيزونو مينه وه، هغه مينه يې دعلم او دپوهي دميني څخه څو ځلي زياته وه.
خو موږ غريبان که څه هم دژوند لومړنيو اسانتيا څخه هم بې برخي وو، خو بيا هم دپخوا په شان مو د پوهي سره خپله دميني رشته په يو ډول نه يو ډول هغسي مضبوطه وساتله، تر هغو چي مو دعلم او پوهي جوهر په ذهنونو کي غزوني وکړې، هدفونه مو وټاکل او هدف ته د رسېدو لپاره بيا لاس په کار سوو، چي د ډېر لږ يا ډېر زحمت ګاللو وروسته هدف ته ورسېدو چي دځينو څخه ډېر لوى او دکار سړي شخصيتونه هم جوړ سوه.
خو اوس اصلي خبره دا سوه چي يوه ورځ دکار په دفتر کي د کارونو نه وختي خلاص سوم، استراحت ته مي زړه وسو چي ګورم ناپامه د دفتر لوى ګېټ او لويه دروازه وټکېده او د دفتر د دروازې څارونکى راغلى راته يې وويل چي (( ستا د ماشومتوب يو ملګرى کريم غواړي ستاسو سره وګوري )) هغه وخت مي هم نوم ځاى ته نه سواى را وستلاى ځکه چي لسګونه کلونه تېر سوي دي، هغه ته مي بيا هم هو وکړه او دراتلو اجازه مي ورته ورکړه، يو لږ شېبه وروسته که ګورم يو ډېر غريبا او خوار سړى په دروازه راننوت دفتر ته دننوتلو اجازه يې رانه وغوښته، په هغه وخت مي لا ډېر زړه ورباندي وسو ځکه چي د خپلي غريبۍ ترخه يادونه مي په فکر کي اوس هم راګرځېده، خو دلږ وخت پوښتنو، ګروېږنو او بشپړي پېژندلو وروسته دې پايلي ته ورسېدلو چي رښتيا هم زموږ دماشومتوب دوخت دهغه شتمن سړي زوى دى چي دلوبو سره، سره مو ټولګيوال هم وو، د خانۍ نشو او تماشو چي کله هغه وخت پر سر واخيست نو ورسره جوخت يې دښوونځي او زده کړي سره مخه ښه کړې وه، او دداسي نفسي غوښتنو ښکار سوى دى، چي نن دا وخت دهغه شتمن سړي دهغه مغرور زوى سره نه پيسې سته، نه خاني سته، نه هم دکلي واکمني هر څه په اوبو لاهو سوي دي او اوس د دې لپاره دفتر ته راغلى دى تر څو په ښار کي د سړکونو جاروکولو په کار موندلو کي له مانه همکاري وغواړي، چي ماته اوس هم د يوې تجربي په توګه په همدې وخت کي اوسني ځوانان سترګو ته ودريږي، زه چي کله دخپل هغه وخت دهغه ملګري کيسه راياده کړم چي څنګه وو او هم څنګه سو، نوماته په هغه دم هغه خبره مخته جګه ودرېده چي ياره ماديات زوال لري خو علم او پوهه بيا يوه داسي رڼا لري چي هيڅ يوه توره تياره يې هم له منځه وړلاى نه سي.
ځکه نو په علم او پوهه کي چي کوم جمال دى، کوم کمال او کوم هنر دى هغه هيڅ چيري هم نه موندل کيږي او نه به هم وموندل سي.
خو اوس يوازي او يوازي پکار داده چي څنګه له وخته ګټه پورته کړو، څنګه هدف وټاکو او هغه ټاکلي هدف ته درسېدو په موخه داسي نه ستړي کېدونکي هڅي او کوششونه وکړو تر څو دژوند خپل اصلي هدف ته رسيدلي نه يو، چي په يو ډول نه يو ډول دژوند يو داسي جوهر تر لاسه کړو چي زموږ ترڅنګ زموږ دکورنيو او سيمي لپاره دګټي او وياړ خبره وي.
که نه نو وخت به تېر سي زما دملګري په څېر به دمادياتو په غلطو لارو کي دوکه سۍ، ژوند به خپل کمال، له ځانه سره بيرته يوسي او تاسو به زما دملګري په څېر تش لاسي پاته سۍ چي نه به بيا دزده کړي وخت درسره وي، نه به دوخت دبيرته راګرځېدو چانس ولرۍ، نو بيا به لکه مچان لاسونه مږۍ څه به په لاس نه درځي او دغه يوه خبره به په بيا، بيا له ځانه سره يادوۍ چي:
دخداى کرم چي پرچا وسي
هغه څه وشي چي په خيال کي نه راځينه.