کور / تازه خبرونه / ٤٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٤٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په میدان وردګو ولایت کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو او نښتو له امله د ۴ بهرنیانو په ګډون ۳۹ وسله والو مخالفینو او ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې په سیداباد،جلریز او میدان ښار کې یې د مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي .
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې یو زیات شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او یوه اندازه یې لمنځه وړل شوې ده.
په همدې حال کې د جلریز ولسوالۍ په سیاه پیتک سیمه کې د سړک ترغاړې د ځای
پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو سیمه ییز پولیس وژل سوى او دوه نور
ټپیان شول .
بلخوا د سیداباد په هفت اسیاب په سیمه کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو سره نښته کړې،چې په ترڅ کې یو امنیتي سرتېری وژل سوى او درې نور ټپیان شوي دي