زه یو ګران بدخشی دوست لرم د پرتو نادري په نامه چې ښه شاعر، لیکوال او منتقد دی. پرتو څو ورځې مخکې د بدخشان د ارګو د آب باریک د غمیزې په هکله یوه په زړه پورې لیکنه کړې وه چې په فردا ویبپاڼه کې خپره شوې. پرتو په دې لیکنه کې د بحرانونو او طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې، د افغانستان دولت بېساري کمزورتیا بربنډه کړې او لیکي چې په داسې وخت کې چې په سوونو انسانان په آب باریک کې ژوندي ښخ دي، د کابل په ارګ کې د قدرت یو څو وږي په راکړه ورکړه بوخت وو او هغه د چا خبره بز ده جان کندن و قصاب ده غم چربو!
ښاغلي پرتو نادري د خپلې لیکنې په پای کې وایی چې د افغانستان دولت د آب باریک د مړو غیابي جنازه وکړه؛ خو ما د همدې دولت د جنازې غیابي لمونځ ولوست او خپله لیکنه په دې جمله پای ته رسوي چې (نامت نا ستوده باد ای دولت مافیایی و جایگاهت جهنم تاریخ!
زه په داسې حال کې چې ځان د بدخشان او جوزجان او بلخ او سمنګان او سرپل او فاریاب او لنډه دا چې د ټول افغانستان د خلکو په هر راز غمونو، رنځونو، کړاوونو او زیانونو کې شریک ګڼم، وایم کاشکې پرتو صیب د خپلې ښېرا لمن پراخه کړي او زموږ ډېرو پخوانیو پادشاهانو او چارواکو او مشرانو او سپین ږېرو ته یې د تاریخ او آخرت جنهم غوښتی وای!
زه کله نا کله د خپلوـ خپلوانو او عزیزانو په کمکیو مجالسو کې وایم چې لاسونه پورته کړئ او ووایئ چې خدای دې زموږ ډېر پلرونه، نیکونه او غورنیکونه نه بښي؛ ځکه چې موږ ته یې ډېر بد میراث پرېښی دی. د قبیلوي ژوند مضبوط حصار، د اسلام ډېر وروسته پاته او کلیوالی تفسیر، خپلمنځي شخړې او دښمنۍ، تربورګلوۍ، له سواد، پوهې، تعلیم، کتاب او قلم سره پټ او علني مخالفت، له مدني ژوند، بدلون پرمختګ او نوي فکر سره دښمنۍ او داسې نور.
پاسنۍ موضوع ډېره پېچلې او څو اړخیزه ده او سپړل یې په دې لنډه لیکنه کې نه ځاییږي؛ خو زه به خپلې درې خاطرې دلته راوړم چې ووینئ، د پلرونو، نیکونو او غورنیکونو ساده، وروسته پاته او کلیوال فکر موږ ته څومره ستونزې زېږولی او په یووشتمه پېړۍ کې هومره نابلده ښکارو لکه دوه درې پېړۍ چې شاته یاستو او په تصادفي توګه دلته راغلي اوسو!
* * *
نه پوهېږم د اعلحضرت بابای ملت د پاچایي څووم کال و. هغه وخت افغانستان دومره امن هېواد و چې که له اوس سره یې پرتله کړو، بلا تشبیه جنت و؛ خو موږ یې په قدر پوه نه شو. موږ به هغه وخت هره پنجشنبه او جمعه په وردګو کې خپل کلي ته تلو او هلته به له خپلو- خپلوانو سره خوشاله وو.
یوه ورځ زه له خپلې مور او څو نورو ښځو سره د کلا په منځ کې لمر ته ناست وم چې بهر د څو نارینه وو نسبتاً جګ غږونه واورېدل شول. زما پلار له خپلو دوو ملګرو سره هلته ناست وو؛ کله چې زه هم ورغلم، ګورم چې لس دوولس مشران کلیوال راغلي او زما پلار ته یې ویل چې ته په حکومت کې مدیر یې؛ خو د همدې حکومت خلک کلي ته راغلي او غواړي چې زموږ زامن ښوونځیو ته ولیکي؟!
زما په خیال چې په هغه وخت کې زموږ کلیوالو فکر کاوه چې مدیر له پاچا څخه وروسته د ملک دوهم یا درېیم لوی سړی وي او کولای شي چې د دوی زامن له ښوونځي څخه راوګرځوي او پرې نه ژدي چې خسر الدنیا و الاخرة شي.
کېدای شي چې زموږ پلرونو او نیکونو به ښه کارونه هم کړي وي؛ خو له سواد، زده کړې، پوهې، مدنیت او بدلون سره د دوی مخالفت، موږ ته داسې ستر دردونه په میراث پرېښي چې له ټپونو څخه یې اوس هم ویني څاڅي او کېدای شي چې څو نسلونه نور هم د نیکمرغۍ مخ په سترګو ونه ویني!
په هغه وخت کې مکتبي ته حتی د کفار په سترګه کتل کېدل او د نجونو د تعلیم او ښوونځي خبره خو دومره ستوغه او کرکجنه وه، لکه څکوک چې په ټوپک ولي!
* * *
زه له نن څخه شپاړلس کاله مخکې تېرا ته ولاړم او یوه شپه د یوه (خان) په کور کې پاته شوم. چا چې تېرا لیدلی، دا خبره مني چې هلته اواره ځمکه، پټي، باغ او کرونده نشته، خلک په داسې شګلنو درو کې ژوند کوي چې له ډبرو جوړې دي او کلاوې هم له همدې ډبرو څخه جوړوي. که څوک خان وي؛ کلا یې دوه درې ډبرین دیوالونه لري او که مسکین وي؛ نو یو دیوال خو هرومرو لري. د خانانو او ملکانو کلاوې برجونه هم لري.
دا برجونه او دیوالونه په لسګونه مورچې لري چې د اړتیا په وخت کې د ټوپکو او د ماشینګڼو مېلونه ترې وباسي او باړونه وچلوي او د خپلو اکاګانو زامن یا تربرونه ووژني!
په هغه شیبو کې چې زه د دې خان صیب له کوره وتلم، له دوی څخه مې هیله وکړه چې یو قلم او کاغذ راوړي چې زه خپلې پتې او تلفون نمرې ورته ولیکم؛ خو تاسو ښاغلي لوستونکي باور وکړي په هغه کور کې یو قلم ونه موندل شو چې یوازی د مېلمنو په حجره کې یې دیارلس کلاشینکوفونه او ماشینونه ځوړند وو او کتار وزمې دومره پریمانه وي لکه د عبادت تسبیح!
* * *
اوس به وګورو چې له سواد، کتاب، قلم، ښوونځي، ښوونکي، پوهې، رڼا، مدنیت، پرمختګ او بدلون سره دې اوږدې دښمنۍ، موږ ته څه راوړل؟
یو سهار هغه ځای ته ورشئ چې ځوانان د کار موندلو له پاره هلته پنډېږي. په سلګونو بې تعلیمه او نا مسلکي ځوانان په دوه سوه روپۍ یا 3.7 ډالره ټوله ورځ دروند کار کوي!
ما پروسږ کال د ابوظبي په (جاپانه) کې داسې پښتانه ځوانان ولیدل چې د میاشتې په 600 درهم کار کوي. په دې تنخواه کې چې د کوټې، خوړو، جامو، ترانسپورت او موبایل لګښتونه هم په پام کې ونیسو؛ نو دغه غیر مسلکي او بې تعلیمه ځوان ته دوه ـ درې سوه درهمه پاته کېږي چې 90 70- ډالره کېږي!
درې اونې مخکې زه په مدینه منوره کې د داسې ځوانانو استوګنځي ته ورغلم چې د مدینې تر ټولو په زړو او ورستو ودانیو کې موقعیت لري. داسې زړې ودانۍ چې عرب څلویښت پنځوس کله مخکې ځنې کډه شوي او باید کلونه- کلونه مخکې ورانې شوې وای.
ما هلته داسې یوه کوټه ولیده چې 12 کسان پکې اوسېدل. شپږ د ورځې او شپږ د شپې! دا ځوانان خښتې او کانګریټي بلوک جوړوي، د ودانیو درانه فزیکي کارونه سرته رسوي او داسې نور او دا ځکه چې ډېر دا ځوانان سواد او زده کړه نه لري، په کوچنیو مسلکي کارونو نه پوهېږي، په ژبه نه پوهېږي او د زده کړې لیواله هم نه دي!
ما له دې ځوانانو څخه د دوی د ورځنیو کارونو پوښتنه وکړه. دوی وویل چې لمونځونه کوي، ډوډۍ خوري، کار کوي او ویده کېږي!
د دې ځوانانو په خونه کې قلم، کتاب، کتابچه، اخبار او داسې نور شیان نه لیدل کېدل او با سواده کېدلو، پوهېدلو، پرمختګ او بدلون د دوی په ژوند کې هېڅ ځای نه درلود!
ما دې ځوانانو ته وویل چې کشکې په خپل اضافي وخت کې کتاب ولولئ، باسواده شئ، یو څه زده کړئ، مسلکي شئ او ځانونه او خپل فکرونه بدل کاندئ؛ خو دا ځوانان د خپلو پلرونو او نیکونو په شان پرمختګ او بدلون ته ډېر لېواله نه ښکارېدل او ځینو خو لا داسې فکر کاوه چې خدای همداسې پیدا کړي او که ښه آخرت ولري، دا به په دنیا کې له ډېر کړاونو او زیار څخه افضله وي!
زه نوره خپله لیکنه پای ته رسوم او یقین لرم چې ګران لوستونکي به د دې خاطرو د پیوستون او متقابله اغېزو څخه دې پایلې ته رسېدلي وي چې ډېر بد میراث را پاتي دی چې اوږده، ژوره، علمي، هر اړخیزه او پرله پسې مقابله غواړي. په دې مقابله کې دولت، ټولنې، ګوندونه، مدني فعالین او د دې وطن ټول اوسېدونکي ډېر ستر مسوولیت په غاړه لري چې له دې تور او وژونکي میراث څخه ووځو او د یوویشتمنې پیړۍ په وړ انسانانو بدل شو او که نه د تورتم، جهالت او وروسته پاته والي اوسنۍ کېږدۍ به تر لسیزو پورې خوره وي او موږ به همداسې بدمرغه، په وینو لژند او دربدر، خاورې په سر اوسو!