د فرهنګي او فکري فعالیت حقود انسانانو تر ټولو ښکلي ، له زحمت او ستومانۍ څخه ډک یو ډېر ضروري فعالیت فرهنګي او فکري خلاقیتونه دي . فکري توليد او دپوهانو او استادانو صنعت هغه ایجادیات ، تخلیقات او آثار دي چي هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته رااوښتی وي . دپوهنتونونو صنعت هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او خپل ارزښت لرونکي ملکیتونه دي چي د قانوني حمايې وړ او د آزادی په لرلو سره را منځته کیږي. کلتوري صنعت ، فکري تولید او پوهنیز آثار د اوږدې مودې خلاقانه تفکر ، تجربې او څېړني په پایله کي د استقلالیت د لرلو په شرط ټولني ته د معنوي ارزښتونو په توګه وړاندي کيږي . معمولاً دغه آثار او صنعت دوه ډولونه لري چي يو يې علمي، هنري او ادبي آثار دي چي د کتاب ، مقالې ، رسالې ، شعر او نورو په شکل عرضه کيږي او بل يې صنعتي او تجارتي ملکيتونه دي لکه فرمولونه ، لابراتوار ، تجربوي فارم، طرح او موډلونه ، علمي او اکاډميک استقلاليت پوهنتون او علمي کدر ته دا هڅوونکی زمینه برابروي چي دغه ډول ابداعات، اختراعات، تأليفات او معنوي ارزښتونه لازیات کړي او پراختیا ورکړي.
ډېر پخوا د فکري او علمي – فرهنګي آثارو خپرول ډیر محدود و ه او پخوا وختونو کي د هغو ایجادوونکو او مؤلفینو له خپلو آثارو څخه د کومي مادي ګټي هيله نه لرله . په هغو وختونو کي د هغو کوم قانوني ملاتړ هم نه و موجود او چا د Intellectual propertyیعني معنوي شتمني او Intellectual property rightsپه نوم څه نه پيژندل، خو نن ورځ د هغو قانوني ملاتړ کيږي او دا ټول د اکاډميکو مقرراتو ، لوایحو او طرزالعملونو په اساس رامنځته سوي دي، بازار لري ، مالیت (مال) ګڼل کيږي ، لږ وخت کي نورو هیوادونو ته خپريږي او د بشریت په خدمت کي واقع کیږي . په پرمختللو هیوادونو کي پوهنتونونه ، دهغوی څیړنيز مراکز او لابراتوارونه په بشپړ ډول مولد دي، نو ځکه (Product) لري او آن دا چي دغو تولیداتو او محصولاتو د خپل تخصص کېدو له امله د خپل خاوند (پنځوونکی) د معیشت منبع جوړه کړې ده، نو ځکه ډېره ضروري ده چي مونږ په خپلو پوهنتونونو کي بحث ورباندې وکړو .
فکري مالکيت
د متفکرو او تخصص لرونکو افرادو هغه ایجادیات ، د کار حاصل او تخلیقات دي چي د خپلي کسبي پوهي، څېړني او خلاقانه تفکر په اثر يې رامنځته کړي وي چي دوه ډولونه لري :
الف) هنري ، علمي او ادبي آثار لکه کتاب ، مقالې ، رسالې شعر او نور.
ب ) صنعتي او تجارتي مالکيت لکه فرمولونه ، لابراتوار ، تجربوي فارم ، طرح موډلونه او نور.
له دې امله چي دغه ډول پوهه او صنعت ته ضرورت دی او د بشري ژوند په ګټه دی ، نو ځکه يې مالک او ایجادګر ته یو شمېر حقوق ورکړل شوي دي لکه د طبع او نشر حق ، بل چاته يې د تفویض کولو حق او داسي نور ، نو له دې امله چي حق هغه اقتدار دی چي قانون يې وګړو ته وربښي نو ځکه يو څوک کولای شي چي ابداع او ایجاد وکړي ، دا ځکه چي علمي ازادی د حق اساسي رکن دی.
له دې امله د علمي ، ادبي ، هنري ، صنعتي او نورو ابداعاتو ایجاد د هغو د منل شویو اخلاقو په رعایت سره د بشري ټولني په ګټه دی نو ځکه ورته استقلالیت قایل سوی او ازادي يې هڅول کیږي.
په افغانستان کي د تاریخ په ترڅ کي دډېر اوچت ارزښت لرونکي فرهنګي ایجادیات موجودوو، خوله بده مرغه ډېره برخه يې د جګړو له امله له منځه ولاړه. په نړۍ کي ګڼ شمېر نړیوالو میثاقونو دغه حقوق ثبت اومنلی دي مثلادپاریس کنوانسیون . البته د دغه حق او معنوي صنعت په هکله په ۱۸۹۶ م . کي په پاریس کي ، ۱۹۰۸ م کي په برلین کي ، په ۱۹۱۴ م بیا د سویس په برن ، کي په ۱۹۲۸ م کي په روم کي ، په ۱۹۴۸ م کي په بروکسل کي په ۱۹۶۷ م کي يو ځل بیا په استهکلم کي او په ۱۹۷۱ م کي په پاریس کي بیا ځلي ورباندي کتني وشوې . وروسته بیا یونسکو هم دغه استقلالیت او معنوي حقوق ومنل او ملاتړ يې وکړ ، خو ډيره مهمه خبره د مادي اړخ په پرتله د هغو معنوي ارزښت دی . د پوهنتونونو او علمي مرکزونو هغه استعدادونه او کادرونه چي علمي – هنري او ادبي ، صنعتي ، تجارتي ، طبي او نور ارزښتونه رامنځته کوي د Scientific Elites په نوم نومول سوي دي. دوی هغه بې تبعیضه د فکري خلاق ثمر لرونکي خلک دي چي د کار ، کسب ، سیاست او ادارې دنورو کسانو په پرتله يې د خدمت او فعالیت ارزښت اوچت دی.
د مؤلف ، لیکوال او څيړونکي مالي حق يواځي د مؤلف د لګښتونو او زیار ګاللو جبران کول نه دي ، بلکي د علم ، پوهي او فرهنګ د لا زیاتي پرمختیا لپاره د لاري هوارول دي. چي دغه دریځ نور هم د آزادي او استقلالیت لرلو په مانا تعبیر کیږي .
فکري تولید دوې ځانګړتیاوي لري:
۱. د خپل پنځګر ، مؤلف او خاوند له شخصیت سره تړلتیا لري ( یعني د وني یا بوټي د هغي مېوې په شان نه دي چي کله له وني څخه را جلا سي ، بیا نو دخپل ښاخ او بوټي سره هيڅ رابطه ونلري ) . دغه آثار د خپل پنځوونکی د علمي شخصیت یو هېنداره ده .
۲. د فکري تولید ریښه معنوي ده ، اما د مستقل وجود بڼه غوره کوي ، یعني دا د پوهانو او دانشمندانو د تفکر، تجربې او څېړني هغه لاسته راوړنه ده چي په پای کي صوري بڼه مومي او په فزیکي تولید اوړي لکه کتاب ، تخنيکي وسایل ، درمل ، ماشین ، ډیزاینونه او نور . له فقهي پلوه دغه ډول محصولات او فکري تولیدات د مالیت بڼه لري او دعین او مال په توګه يې ګټه مشروع ده . په پرمختللو هیوادونو د اختراع ، علمي صنعت او معنوي ارزښتونو د ملاتړ قوانین شته او د آثارو د ثبت ، د کتابونو د چاپ او تکثیر او اختراع او د علایمو لپاره طرزالعملونه لري