کور / هراړخیز / د وردګو او هیواد درنو علمي او قومي شخصیتونو!

د وردګو او هیواد درنو علمي او قومي شخصیتونو!

اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

په پام کې دي چې له خیره په راتلونکو ۳-۴ میاشتو کې په کابل او میدان کې د وردګو پیژندنې علمي سیمینار جوړ شي.

د دې سیمینار په جوړولو کې د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د کابل او خوست پوهنتونونه، علمي مراکز، د وردګو او بلخ واليان، د وردګو او نور هیواد علمي او فرهنګي شخصیتونه مرسته کوی. د سیمینار له پاره تر شلو ډیرو کسانو د خپلو مقالو سرلیکونه ټاکلي دي، له دې محترمو حضراتو څخه غوښتل شوي چې په موضوع ښه ژوره علمي څیړنه وکړي. سیمینار به دوه ورځې وي چې په کابل او وردګو کې به دایر او دولتي چارواکي به هم ورته راوبلل شي، البته تر اوسه ځینو محترمو دوستانو د مالي مرستو غږ هم کړی چې د سیمینار چارې پرې سمبال شي، شرق پوهنتون او کوار موسسه په دې برخه کې لومړی ځای لري.

ګرانو مشرانو!

دا سیمینار به وروستنۍ او ډیر بشپړ او معیاری سیمینار نه او دا مقالې به هم نهایی او ټولې په تول پوره نه وي؛ خو دا به یو لومړنی ګام وي چې موږ یې په ګډه پورته کوو، راتلونکي ځوانان به انشاالله په دې او نورو مسایلو واقعاً علمي څیړنې وکړي او بشپړ – بشپړ کتابونه به ولیکي؛ خو موږ به خپل وس نه سپموو او هغه څه به کوو چې په اوسنیو شرایطو کې یې کولای شو.

د سیمینار د ښه ترتیب له پاره تر اوسه له ګڼ شمیر استادانو، پوهانو، څیړونکو او دولتي چارواکو سره خبرې شوې چې ډیرو د علمي او مادي مرستو ژمنه کړې ده

تر اوسه دې استادانو او څېړونکو د مقالو د لیکلو ژمنه کړې:

ډاکتر صیب سلیمي ، ډاکتر صیب غیرت او شرق پوهنتون

استاد حبیب الله رفیع

نقش غازي محمد جانخان در جنګ دوم افغان و انګلیس.
پوهاند غلام جیلاني عارض

د وردګو اقتصادي پراختیا، امکانات او ستونزې.
محمد حکیم رمیار

د وردګو معاصر پوځي شخصیتونه
جنرال سید عزیز احمد

د وردګو د بیوزلۍ د ورکولو لارې چارې
انجنیر محمد عارف رسولي

د وردګو ټولنیزې اوکلتوري ځانګړتیاوې
محمد یاسین نوري

ښوونه او روزنه په وردګو کې، او د وردګو واده
ګل آغا احمدي

د خواجه اسمعیل شنیزي ژوند او مزار
احسان الله ارینزی

په وردګو کې د لرغونو سیمو او آثارو لنډ جاج
پوهنوال رسول باوري د خوست پوهنتون مشر

د وردګو د اوسني اقتصادي حالت تحلیل
پوهنیار غفوري د اریانا پوهنتون استاد

مالي مرسته
انجنیر خالد
مستوفي حبیب الله وردګ
نبي ساحل

د وردګو جغرافیايي نومونه سانسکریت دي
داکتر خالق رشید ـ هندوستان

د سیمینار احتمالي انانسره
سهیلا حسرت نظیمي

انجنیر صیب به خپل مسوولیت په خپله وټاکي
رحیم خرم

ډاکتر صیب ژمنه کړې؛ چې مقاله به لیکي خو موضوع یې نه ده روښانه
ډاکتر علي وردګ

ډاکتر صیب باید خپله موضوع وټاکي.
ډاکتر زرجان بها

وردګ د نیکمرغۍ او بد مرغۍ تر منځ.
عبدالرحمان فرقاني

په وردګو کې د لویو انکشافي پروژو امکانات، ستونزې او بریاوې.
او مالي مرسته
انجنیر حسیب الله کلیمزی

وزیر غلام محمد خان وردک
کمیسار محمد بلال وردک

د وردګو د امنیتي حالاتو څیړنه
ډاکتر ویس وردک

د وردګو د سیدتوب کره سپیناوی
محموده تقوا

البته لکه چې مخکې هم د مقالو ګرانو دوستانو ته لیکل شوي وو، محترم پوهان، استادان او څیړونکي د وردګو په تیر تاریخ، معاصر تاریخ، شخصیتونو، جغرافیه، انسان پیژندنه، اقتصادي وضعیت، امنیت، ښوونه او روزنه، روغتیا، ورزش، دودونو، او داسې نورو په زړه پورې مسایلو په هکله مقالې لیکلی شي، هیله ده چې لیکنې علمي وي، ماخذونه ولري او ډیره ژورنالستیکه بڼه ونه لري .

تر اوسه د وردګو پېژندنې د علمي، څېړنیز سیمینار د جوړولو په برخه پرمختګونه شوي او انشاالله ژر به دا زیری وشي چې سیمینار به په راتلونکو ۳-۴ میاشتو کې دایر شي. ولسمشر او د هېواد ګن شمېر پوهنتونونه او علمي اکاډمیک مراکز به سیمینار ته پیغامونه ولري او تمه ده چې څو کتابونه هم چاپ کړای شو.

د کتابونو په هکله باید ووایو که څوک د وردګو په هکله چاپ ته چمتو لیکلي یا ژباړلی نوی کتاب ولري، هغه د په کوار موسسه یا ګوربت رادیو تلویزیون کې محموده تقوا ته وسپاري، البته که څوک نور ډیر نوي علمي/ هنري کتابونه هم لري له سکرتریت سره د اړیکه ټینګه کړي.

د دې سیمینار له پاره یوه لومړنۍ کیمټه هم جوړه شوې چې کارونه پر مخ یوسي او سیمینار ته وروستۍ بڼه ورکړي. د سیمینار جوړونکې کمیټه هیله لري چې د وردګو شتمن، پانګه وال او متشبثین به هرو مرو د دې سیمینار مالي ملاتړ وکړي چې د کتابونو په چاپ او نورو مدارکو ولګیږي.

یاددښت:

په دغه کمیټه کې د اوس له پاره ښاغلی ډاکتر محمد نعیم سلیمي، ډاکتر محمد قاسم غیرت، احسان الله آرینزی، حبیب الله رفیع، احمد ویس وردګ او محموده تقوا غړیتوب لري او څلورویشت ساعته ستاسې په چوپړ کې دي، که نور څوک هم غواړي چې په خپله خوښه په دې کمیټه کې حضور ولري او یوه برخه کارونه په غاړه واخلي، دروازه یې په ډیر درنښت په مخ پرانیستې ده.

په ډیر درناوي

احسان الله آرینزی

۲۰۱۴/۰۵/۲۰