د ځينو صاحب نظرانو په فكر د افغانستان انتخابات يوه “لوبه” ده .
لوبه لوبغاړي غواړي، ښه ټرېنر (مربي) غواړي-
كله چه دوه مقابل ټيمونه مخامخ و ميدان ته را وزي د رېفري په ويسل(شپيلاق) لوبه پيلوي او
تر هغه وروسته هر څه د كفتان په مشرۍ د ټيم په لاس كي وي، تر گول وهلو او دفاع پوري تر دې چي د مقابلي لوبډلي سره و يوې نتيجې ته ورسيږي. كه د رېفري غير عادلانه فيصله كوم پلېر (لوبغاړى) مجازات كړي او سور كارت يې له ميدانه وباسي بياهم لوبه دوام مومي ، او نهايي كول يې حتمي وي. باهمته لوبډله ميدان نه پريږدي.
انتخابات كه “لوبه” بولو يا نه بولو كول يې حتمي دي .البته د يادوني وړ ده چي هره لوبه انرژي، قوت او مهارت غواړي.
په دې برخه كي موږ شكر ځوانان لرو.
د تخنيكي او تاكتيكي برخي مرسته مو د ټرېنر ده. هغه هم خداى را كړى دئ.
ثروت ، دارايي او تمول ته كه ا ړتيا سوه هغه هم لرو.
ژوند كول د لوبي په څېر دئ- چېلنجونه لري،
چي قوت، ټرينر او اتحاد لرو نو بيا ولي مايوسه سو.
آخر ژوندي انسانان يو.