کندهارښاروالۍ دتیرو درو ورځو راپه دېخوا د کوڅه ډبه یا لېونیو سپيانو په وړاندی جدی مباریزه پیل کړې ده چی نږدي دښار په ۱۵ناحیوکښی ۱۰۶۱کوڅه ډبه یا لېونی سپیان یې له منځه وړي دی .
دکندهارښاروالۍ نوبتي غونډه چی دکندهار ښاروال محمدعمر((عمر))په مشری جوړه سوه پکښی دښاروالۍ دټولو مدیریتونو استازو برخه لرل.
په غونډه کښی لومړی کندهار ښاروال په کندهار ښارکښی دهغه کمپاین په اړه معلومات وغوښتل چی دکوڅه ډبه یا لیونیو سپیانو په باره کښی دکندهار ښاروالۍ او ځینی نورو ریاستونو لخوا په لاره اچول سوی وو.
چی په دې برخه کښی دښاروالۍ دتنظیف مدیر حبیب الله خان وویل چی کندهارښاروالۍ دعامی روغتیا ،کرهڼي او چاپیریال ساتنی ریاستونو په ملتیا په ښارکښی دکوڅه ډبه سپیانو په وړاندی کمپاین شروع کړي وو چی له جملې څخه یی تر دې دمه ۱۰۶۱کوڅه ډبه سپیان له منځه تللي دی او دښارڅخه په وتلې نقطه کښی تر خاورو لاندی سوی دی چی بشردوست یې دعامی روغتیا ،کرهڼي ریاست او چاپیریال ساتنی ریاست همکاري خورا مهیمه یاده کړه چی دنوموړی په وینادکمپاین پرمهال یی ددوی سره کړې وه چی په دې برخه کښی کندهار ښاروال محمدعمر((عمر))خوښي څرګنده کړه چی دکندهارښاریانولپاره ډیرګټور کار سوی وو خو ویویل چی پردې باید بسنه ونه سي او نږدې یوه میاشت وروسته بیادکوڅه ډبه یا لیونیو سپیانو په وړاندی مباریزه پیل کړی ترڅوپه ښه توګه ښایان په استراحت کښی سوی وي .
بله مهیمه موضوع دښاروالۍ په اداري مجلس کښی چی مطرح سوه هغه داوه چی دیوشمیر ناحیو مدیرانو ګیله درلودل چی په ځینو وختونوکښی یوشمیر زورواکان ددوی دکارونومخه نیسی کوم چی دوی یی دقانونی اوصولو دمراعتولو په منظورکوی چی مدیرانو یی ښه مثال خودسره کورونه یادکړه چی دوی دقانونی اوصولو دمراعتولو لپاره توصیه ورته کوی خو زورواکان یا غاصیبین یی دکارونومخه نیسی چی ترډیربحث وروسته مجلس تصمیم ونیوی چی نوربه دټولو هغو زورواکانو نومونه درسنیو دلاری اعلانوی کوم چی ددولت ملکیت یی لاندی کړي وی .
وروسته دیوان هبیات موسیسې دلاری دشوراګانو پرسرخبری وسوې چی کندهار ښاروال دټولوناحیو مدیرانوته په خبروکښی وویل چی تاسو باید دخپلو شوراګانوسره په هروحالاتوکښی په جریان کی یاست او دیوان هبیتات موسیسې کوم پلانونه چی دشوراګانودلاری ستاسو په مربوطه ناحیو کښی پلي کیږی تاسو یی باید په اړه پوره معلومات ولری چی په دې سره به مو دهغه پروژې ښه نظارت هم کړی وي اوهم به مو په ښه توګه هغه پروژه تر ختمه رسولې وي .
وروسته په غونډه کښی پرساختماني پروژو بحث وسو چی له جملې څخه یی ساختمانی انجینر نجیب الله بابی وویل چی دوی اوس په ښارکښی ځینی پروژې ترلاس لاندی لری چی سړکونه ،پلکان ،استینادي دیوالونه ،اوهمدارنګه نوری کوچنۍ پروژې دی چی په مټ به یی په کندهار ښارکښی مثبت بدلون راسي چی کندهار ښاروال په دې برخه کښي پرکندهارښاریانوږغ وکړ چی دښاروالۍ په تکسونوکښی دی عام اولس پوره ونډه واخلي ترڅو ددامداره سهولتونو څخه برخمن سی .
وروسته په ښارکښي دمارکیټونوپه فلسترکاری بحث وسو چی کندهارښاروال وویل چی نوربه هیچاته اجازه ورنکړي چی مارکیټ یی بې فلستره وي داځکه همدامارکیټونه دی چی ښه فلسترکاری یی ښاری ښکلا دځانه سره لری ولی کوم مارکیټونه چی ښاری ښکلانلری هغه باید ژرترژره فلستر کړل سی .
وروسته دیوشمیر خلګو پرعرض پاڼوبایندی هم خبری وسوې اولازم تصمیمونه ونیول سول