کور / تازه خبرونه / نور د غاصبينو نومونه افشاء کوو

نور د غاصبينو نومونه افشاء کوو

نوربه کندهارښاروالۍ دټولو هغه زورواکانو اوغاصبینو نومونه درسنیو دلاري خپروي کوم چی په زور یې دولتي املاک غصب کړي وي .
کندهارښاروالۍ په کندهار کښی وروسته ترهغه دزورواکانو دنومونو افشاکولو هوډ وکړ چی یوشمیر زورواکانو دښاری اوصولو څخه سرغړونه پیل کړې وه چی دښاروالۍ دخبراداری سره سره یی چی دخپل سري کورونو په اعمارولو کښی یی دقانونی اوصولو څخه سرغړونه کړې وه چی نور کندهار ښاروالۍ تصمیم نیولی دی چی د ټولو هغو زورواکانونومونه به درسنیو دلاری افشاکوی کوم چی دښاروالۍ داجازې پرته یی کورونه یا دوکانونه اعمارکړي وي .
چی پرهمدې اساس یو هم داسدالله دغلام دستګیر دزوی ملکیت دی چی دنهمې ناحې په الف ساحه کښی یې حیات الله دګل محمد زوی پرځمکه قبضه لګولې ده او دنوموړي اسدالله د غلام دستګیر دزوی ځمکه یی په زور غصب کړې ده چی کندهار ښاروالۍ یی په وړاندي ډیره جدي ده او نه پريږدي چی په غیری قانوني توګه دي څوک اعمار وکړی ولی که هرڅوک دښاروالۍ دمشورې پرته کوم ځایونه اعمارکړي نومونه به یی درسنیو دلاری عام اولس ته وړاندی کیږی او په دې برخه کښی کندهار ښاروالۍ پرخپلو ټولو پتمنو ښاریانو ږغ کوی چی دیوځای داعمار په صورت کښی دخپلي ښاروالۍ سره همکاره سي ترڅو ښاروالۍ ورته لازمه مشوره ورکړی چی په دي کارسره به یی په کارونو کښی مشکلات نه اجادیږي