تر ډیره کچه چې د دولت کړنو ته ګورو نو په اسانې سره به مو ځنې داسې تېروتنو ته پام ورواوړې، چې په کوچنې بدیل سره به هم تېروتنې اصلاح شې او هم د ګوت څنډنو نه مخنیوې وشې.
د دولتې چارواکو او ولس استازو لخوا ډیرې ډڼډورې ګډې شوې او ميډیا ګانو کې خلکو سرونه پرې وخوږول، خو بې له کومه حله, هر څه په پټه خوله پاتې شول. چې دوه بېلګې ئې د نمونې په څیر تر بحث لاندې نیسم.
د پارلمان محترمو وکیلانو څه موده وړاندې د نورالله دلاورې ( د افغانستان بانک مشر) پسې رواخیستل، او هغه ئې یو بې تجربې، بې ګټې او غیر مؤثر شخص وباله. وکیلانو د دلاورې صلاحیت اخیستلو او د چوکې نه د لرې کولو ګواښونه وکړل.
ښاغلې لاورې چې دا خبرۍ او ګواښونه تر غوږو شو، نو یوه موضوع چې کيدالې شې همدغې ورځې ته ئې ساتلې وه رابرسیره کړه.
” د پیسو د مینځلو قانون” دا تأو را تاوه موضوع ده، او تر څو چې دي موضوع باندې د وکیل صیبانو سر نه وي خلاص شوي، خپلې چوپتیا ته به دوام ورکړې، او دلاوري صیب، د وکیلانو د خبرو په بنسټ د دي چوکې وړ تیأ نلرې، په نره خپل امتیازیات د دولت نه اخلې.
د دلاورې صیب نه چې وکیل صیبان را اوزګار شول، د شاروال صیب د بدو طالعو نه په کابل کې پسرلنې اورښتونو زور وکړ.
د خلکو شور ماشور او د ځنو وکیل صیبانو موټرونه چې د اوبو نه ډک شول، نو په شاروال ئې سترګې سرې کړي. د شاروالي مقام ئې محاصره کړ او شاروال صیب ئې فرارې کړ.
شاروال صیب خبر شو چې کار خراب دې نو د یو بل مقام نه خپل سپیناوې لپاره د ولسې جرګې رئیس تر نیوکو لاندي راوست، او هغه ئې په غیر قانونې غوښتنو تورن کړ. د همدي سره دواړه غاړې اوسمهال چوپه خوله دې، او یو پر بل غرض نلري.
هغه متل دي چې وایې مه ئې خوروي، چې نور څه به وکړې!
اوسمهال چې ګورو نو دا متل د همدې حالت سره صدق کوي. که دلاورې صیب پسې دي رواخیستله نو دا ځل به د پیسو یو داسې بحث را وباسې چې د دولت او وکیل صیبانو سرونه به تر کلونو پورې پرې خلاص نشې.
او که د نواندیش صیب پسې دي رواخیستله نو، بل لیست به افشأ کړې، چې ټول به ورته ګوته په غاښ پاتې شې.
د اوسنې دولت نظام بنسټ داسې ایښودل شوې، چې د لوړو چوکیو چارواکې، ځنې! وکیل صیبان او دولتې کارمندان یو دبل سره نښتې دي، او تر څو چې په سر ونښورې نو د یو، بل حال نه وايې!
دا د کابل حال دي، چیرته چې تر ډیره کچه خلکو سترګې برګې دي، او په هره کړنه نیوکې کوي، خو بیأ هم داسې څه شته، چې د پردو تر شأ په نیمو شپو حلیږې!
ولایاتو کې خو ولس هم دومره زمري ندې، چې یوه نیمه پټه را په ډاګه کړې، نو خداي خبر چې څه حال به وي؟ د پردو تر شأ!
ښه به دا وي چې مه ئې خوروي، که نه ……!