موږ د ټاکنو د اول پړاو تجربه یو څه درلودل، خو د دوهم پړاو هغې بالکل نوې ده! کله چي په ۸۸ کال انتخاباتو کي دوهم پړاو اعلان سوو، وروسته ډاکټرعبدالله بایکاټ اعلان کړ او انتخابات تر سره نه سول، وروسته بیا حامد کرزی ګټونکی اعلان سوو.
د جوزا پر۲۴ مه به د ۹۳ کال دوهم پړاو ټاکني بیا پیل سي، د اول پړاو سره یې عمده فرق دا دئ، چي دا وار دوه نوماندان دي (دوکتور اشرف غني احمدزی او ډاکټرعبدالله عبدالله) دا ځل به انتخابات نسبت تېرته لږ وخت ونیسي، ژر به وشمېرل سي او ولسونه به ډیر ژر د خپلي خوښي نوماند ته رایه ورکړي، ځکه چي یوازي دوه کاندیدان دي.
په اول پړاو کي ښه د زړه له اخلاصه درغلي سوېده، د نوماندانو استازو، د کمیسینونو کارمندانو او ناظرینو داسي کړني تر سره کړې، چي په لیکلو یې شرم احساسوم. خو لږ به پردې فکر وکړو، چي دا تقلب ته چا زمینه برابره کړل؟
د پورتني سوال جواب په یوه کلیمه کي رانغاړم (ولس!) کله چي د یوه هیواد خلک د ولسواکۍ له دې طلايي چانس څخه استفاده نه کوي او په خپله خوښه د ځان زعیم نه ټاکي، نو خود به د پردیو پر اوږو سپور زموږ په ارګ ننوځي! خود به بې برنامي مشر زموږ د ملت په وینو بازۍ کوي! خود به مو سرنوشت پردیو ته سپارل کیږي.
بیا به هم ټینګار وکړم: که ولس خپله اراده تمثیل کاندي او رایه استعمال کړي، هیچاته بیا د زموږ د سرنوشت دټاکلوچانس نه برابریږي، د هندوستان ټاکني زموږ لپاره باید د پند اخیستلو فرصت سي اوافغانان باید یو څه ځیني زده کړي، کله چي هلته د یوه چای خرڅونکي زوی خو ملي ګټو ته ژمن کس د خلکو په خوښه واک ته رسیږي،طبعآ چي هغه به یې د وطن لپاره مفید تمامیږي.
هغه دوران هم یو ځل درپیاد کړئ، چي تر خپله کوره به مو زوی یا لور په امن کي نه ول، حکومتیانو به د توپک په ژبه خبري کولې، د واده پر موټربه د پاټکونو کمیشن چارچ وو، پر خلکو به د خپل سر سپږۍ خرڅېدلې…نور.
نن هم هغه کسان راځي او پرسټېج خلکو ته د رايي غوښتلو په وجه سرټیټوي او زارۍ ورته کوي چي زموږ ټیم ته رایه راکړئ، زما د خبري هدف دا ندئ چي موږ دي د وطن جنایتکارانو ته برآت ورکړو، خو دا باید ووایم چي موږ به اول په هیواد کي د سراسري قانون د تطبیق هڅه کوو او بیا به انتقالي عدالت ته لاره هوارو، بیا به د قانون په توسط، یو-یو غونډا د محکمې میزته را کشوو.
یو ملګري ته مي ویل انتخاباتو ته څه تابیا لرې؟ هغه ویل هو رایه ورکوم، خو هغه چاته به رایه ورکوم، چاته چي مي پلار رایه ورکوي، ما ویل ولي د پلار انتخاب؟ هغه ویل موږ خو پلانکي زي یوو باید پلانکي کاندید ته رایه ورکړو! ما ویل په ولسواکۍ کي د (باید) کلیمه تناقضي شکل لري او ته ازادانه کولایسې چي د خپلي خوښي نوماند ته رایه ورکړې.
د هیواد د ابادۍ سهار به هغه وخت ووینو، کله چي خپله ټوله هڅه د ملي ارزښتونو په خوندیتوب کي ترسره کړو، کله چي موږ ملي ارزښتونه په نظر کي ونیول، بیا نو کولایسو چي د غرفې شاته داسي چاته رایه ورکوو، چي په برنامه کښي یې زموږ د سترخوان د ډکېدو یو څو فیصده چانس وي او بس!!.
د افغانانو د روښانتیا په هیله.